ژبه

د لوړو زده‌کړو او اوبو او برېښنا وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو

کابل (پژواک، ۱۳ جنګاښ ۱۴۰۲): د لوړو زده‌کړو او اوبو او برېښنا وزارتونو ترمنځ د ګډو همکاریو هوکړه‌لیک لاسلیک شو چې له مخې به یې د دولتي هغو پوهنتونونو محصلینو ته چې د اوبو، برېښنا او انرژۍ په برخو کې تیوريکي زده‌کړې کړې، د عملي زده‌کړو زمینه برابره شي.

دغه هوکړه‌لیک نن (سه‌شنبه) په لوړو زده‌کړو وزارت کې د یاد وزارت سرپرست مولوي ندامحمد ندیم او د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست ملا عبداللطیف منصور ترمنځ لاسلیک شو.

د لوړو زده‌کړو وزارت علمي مرستیال دکتور لطف‌الله خیرخواه پژواک خبري اژانس ته وویل چې په ټوله کې د دغه هوکړه‌لیک محتوا څېړنه تشکیلوي.

دی وایي، د دې هوکړې پر اساس به د هېواد د ټولو دولتي هغو پوهنتونونو محصلینو ته چې د اوبو، برېښنا او انرژۍ په برخو کې تیوريکي زده‌کړې کړې، د عملي زده‌کړو زمینه برابره شي.

login or register a new account.