ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د کونړ د وټه‌پور میدان سیمې تر ۸۰۰ پورې ماشومان له زده‌کړو محروم دي

د کونړ د وټه‌پور میدان سیمې تر ۸۰۰ پورې ماشومان له زده‌کړو محروم دي

author avatar
4 Jul 2023 - 16:02
د کونړ د وټه‌پور میدان سیمې تر ۸۰۰ پورې ماشومان له زده‌کړو محروم دي
author avatar
4 Jul 2023 - 16:02

اسعداباد (پژواک، ۱۳ چنګاښ ۱۴۰۲): د کونړ ولایت وټه‌‌‌‎پورې ولسوالۍ د میدان سیمې خلک وايي، له کلونو راهیسې یې ماشومان له زده‌کړو بې برخې دي او له حکومته غواړي چې د زده‌کړو زمینه ورته برابره کړي.

هغوی زیاتوي، د ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ۱۳ کیلومتره لرې په یوه غرنۍ سیمه کې اوسېږي چې له پخوا راهیسې ښوونځی نشته او ماشومان یې له زده‌کړو بې برخې دي.

د میدان سیمې اوسېدونکي او قومي مشر محمدطیب پژواک خبري اژانس ته وویل، دوی له ۶۰۰ ډېرې کورنۍ دي چې د وټه‌پور ولسوالۍ له مرکزه شاوخوا ۱۳ کیلومتره لرې په غرنۍ سیمه کې ژوند کوي.

دی وايي: «ولسوالۍ مرکزي ښوونځی له موږ شاوخوا ۱۳ کیلومتره لرې دی، زموږ ماشومان نه شي کولی په غرونو کې دوه ساعته پلی مزل وکړي او تر ښوونځي ځان ورسوي؛ همدا لامل دی چې له زده‌کړو محروم پاتې دي.»

هغه له حکومته غواړي چې په سیمه کې دې د دوی ماشومانو ته د زده‌کړې زمینه برابره کړي.

د یادې سیمې یو بل قومي مشر سید ولي هم وايي: «زموږ تر ۸۰۰ پورې ماشومان چې عمرونه د زده‌کړو دي، نالوستي ګرځي، موږ په قوم ګوجر یو، څوک راته پاملرنه نه کوي، د ښوونځي ترڅنګ د ژوند له ډېرو نورو اسانتیاوو بې برخې یو.»

هغه زیاته کړه، د سیمې د ټولو اوسېدونکو اقتصادي وضعیت خراب دی، نه شي کولای په شخصي لګښت خپل ماشومان نورو سیمو ته د زده‌کړې لپاره ولېږي.

نوموړي وویل: «تازه راته د پوهنې ریاست په چوکاټ کې د زده‌کړو دوه محلي ټولګي جوړ شوي او تر ۶۰ پورې ماشومان مو پکې زده‌کړې کوي، خو دا بسنه نه کوي، باید ښوونځی راته جوړ کړي.»

هغه له حکومته غواړي چې په سیمه کې ورته د زده‌کړو اسانتیاوې برابرې کړي او که داسې ونه شي نو راتلونکي نسلونه به یې نالوستي رالوی شي.

د یادې سیمې اوسېدونکی ۱۳ کلن صفي‌الله چې د ښوونځې د لرې‌والي له امله له زده‌کړو پاتې دی.

دی وايي، حکومت دې دوی ته ښوونځی جوړ کړي څو راتلونکی نسل یې له بې‌سوادۍ وژغورل شي.

هغه وویل: «په سیمه کې مو ښوونځی نشته، په همدې وجه زده‌کړې، پاتې دي او اوس هره ورځ له غره بوټي او خس راوړم، بیا یې خرڅوم؛ ځکه د ګټې وټې بله چاره نشته.»

په ورته مهال، د پوهنتون استاد ضیاالرحمن ځلاند وایي، حکومت مکلف دی خلکو ته د زده‌کړو زمینه برابره کړي.

دی وايي، د وټه‌پور ولسوالۍ پر میدان سیمي سربېره د کونړ د ګڼو سیمو ماشومان زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

هغه زیاته کړه: «د کونړ جغرافیایي موقعیت ته په کتو، ډېر خلک یې په غرونو او بانډو کې ژوند کوي چې د زده‌کړو اسانتیاوې نه لري، په تېره ګوجر قوم چې ډېر یې په غرونو کې اوسېږي.»

نوموړي له حکومته وغوښتل چې د متوازن معارف په برخه کې هڅې وکړي او خلکو ته د زده‌کړو یو ډول اسانتیاوې برابرې کړي.

د یني عالم نذیرالله عابد هم وايي: «زده کړې یو انساني حق دی او د اسلام مبارک دین په ښځو او نارینه و دواړو یو ډول فرض کړی، حکومت ته پکار دي چې د علم د ترلاسه کولو په برخه کې خپلو اتباعو ته اسانتیاوې برابرې کړي.»

بلخوا، د دغه ولایت د پوهنې ریاست مسوولین هم د وټه‌پور ولسوالۍ په میدان سیمه کې د ښوونځي نشتوالي ستونزه مني خو وايي، پلان کې ده چې هلته نوی ښوونځی جوړ شي.

د دغه ولایت د پوهنې تدریسي مرستیال قاري احسان‌الله محمود وویل: «موږ په میدان سیمه کې د ښوونځې جوړولو لپاره وزارت ته پیشنهاد کړی او هیله لرو چې په دې برخه کې وزارت له موږ سره همکاري وکړي او په یاده سیمه کې ښوونځی جوړ کړو.»

هغه دا هم وویل چې په میدان سیمه کې اوس دوه سیمه‌ییز ټولګي فعال شوي دي.

دی وايي، د پوهنې ریاست پلان لري چې د کونړ په ټولو هغو سیمو کې ښوونځي جوړ کړي چې ماشومان يې زده‌کړو ته لاسرسی نه لري.

Views: 171

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.