خلک: حکومت دې د ډالرو بیې ترڅنګ د خوراکي توکو بیې هم کنټرول کړي
د بغلان اوسېدونکي وايي، په هېواد کې د ډالرو بیې له لوړوالي سره ډېر ژر د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي، خو له ښکته کېدو سره يې بیا د خوراکي توکو نرخونه نه ټيټېږي.
د بغلان اوسېدونکي وايي، په هېواد کې د ډالرو بیې له لوړوالي سره ډېر ژر د خوراکي توکو بیې هم لوړېږي، خو له ښکته کېدو سره يې بیا د خوراکي توکو نرخونه نه ټيټېږي.
د بلخ د چهارکنت ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیایي خدموتونو ته له نه لاسرسي شکایت لري او له مسوولینو غوښتنه کوي چې ستونزو ته یې رسېدنه وکړي.
د بلخ کروندګر په دغه ولایت کې د پیازو بیو بېساري ټیټېدو ته اندېښمن دي او له حکومت غواړي چې له دوی سره د بازارموندنې او د سړو خونو په جوړولو کې مرسته وکړي.
د ژمي په رانږدې کېدو سره د کابل ځیني ښاریان له اقتصادي ستونزو او د سون توکو له لوړو بیو شکایت لري او وايي چې د پېرلو وس یې نه لري؛ بل پلو، د لرګیو او ډبرو سکرو یو شمېر پلورونکي هم څرګندوي چې د تېر کال د همدغه وخت په پرتله یې پلور کم دی.
ننګرهار ته له پاکستانه راستانه شوي هېوادوال وایي، د خپلو ماشومانو زدهکړو په اړه جدي اندېښنه لري او زیاتوي چې حکومت دې ورته د زدهکړو زمینه برابره کړي.
د بادغیس یو شمېر اوسېدونکي د دغه ولایت ولسوالیو ته د برېښنا غځولو په برخه کې د تېر حکومت پر بېغوري د نیوکې ترڅنګ، له اسلامي امارته غواړي څو د دې ستونزې حل ته پاملرنه وکړي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې یو شمېر کارګرې ښځې د کار او مزد له کموالي شکایت کوي او له حکومته په دایمي توګه د کاري فرصتونو برابرولو غوښتنه کوي.
د بامیان ځیني اوسېدونکي په دغه ولایت کې د څرځایونو د تخریب له امله اندېښمن دي او وايي، د څرځایونو تخریب به په دغه ولایت کې د طبیعي پېښو رامنځته کېدو او حیواناتو د له منځه تلو لامل شي.
که څههم چې د امریکايي ډالر پر وړاندې د افغانۍ ارزښت د پنځو کلونو مخکې کچې ته رسېدلی، خو اوس هم د هغه وخت په نسبت له اوبلن ګاز پرته نور نفتي توکي ۴۰ سلنه، هندي بوره څه باندې دوه برابره، نور لومړني خوراکي توکي ۲۴ او سره زر څه باندې ۶۷ سلنه په لوړه بیه پلورل کېږي.
خوست کې د دوو قومونو ترمنځ د غره او ځمکې د حدودو پر سر رامنځته شوې لانجه حل او فصل شوه.
تعلیمي او تحصیلي مرکزونو ته د نجونو پر تګ له بندیز وروسته د نجونو د زدهکړو لپاره د انلاین کورسونو جوړېدل مخ په زیاتېدو دي، خو شنونکي د دغه ډول پرګرامونو جوړېدل ګټور نه بولي او وايي، انلاین زدهکړې د حضوري زدهکړو بدیل نه شي کېدای.
د جوزجان خواجهدوکوه ولسوالۍ د څو کلیو اوسېدونکي په داسې حال کې خپلو ماشوم ته د ښوونځي له نشتوالي شکایت کوي چې د دغه ولایت د پوهنې ریاست د دې ستونزې د هوارېدو ډاډ ورکوي.
د کندهار نېښ ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي روغتیايي خدماتو له نه لاسرسي شکایت کوي او وايي، په دې ولسوالۍ کې یوازې یو روغتیايي مرکز دی چې امکانات یې کم دي او ټولو خلکو ته خدمات نه شي وړاندې کولی.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان د دغه ولایت په بلخ ولسوالۍ کې د نه ګُنبد (حج پیاده) تاریخي جومات پر ویجاړېدو اندېښنه څرګندوي او له حکومته یې د بیارغولو غوښتنه کوي.
د عامې روغتیا وزارت مسوولین وايي چې هر کال د هېواد په روغتونونو کې څه باندې یو میلیون زیږونونه کېږي چې اووه سلنه یې د جراحي عملیاتو له لارې ترسره کېږي.
کابل کې د میدانوردګو او غزني د موټرو اډې قلعۀحیدرخان سيمې ته لېږدول شوې دي، خو ځیني موټرچلوونکي شکایت کوي چې ډېر مسافر هلته نه ورځي؛ ځکه په پټه له پخوانیو اډو لېږدول کېږي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په داسې حال کې د تېر کال د همدې مودې پر تله د سږ کال په لومړیو ۶ میاشتو کې د تازې مېوې د صادراتو له نږدې یونیم برابر زیاتېدو خبر ورکوي چې یو شمېر کروندګر او بڼوال د سړو خونو جوړېدو غوښتنه کوي.
د کندوز په خاناباد ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۴۰ کلنه دښمني چې د درېیو کسانو د وژل کېدو لامل شوې وه، د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست د شخړو هواري کمېسیون، علماوو او مخورو په هلو ځلو پای ته ورسېده.
کابل کې یو شمېر سوداګر وایي، د انلاین کار د زمینې له برابرېدو وروسته یې کاروبار پرمختګ کړی او د محصولاتو د پلور کچه یې ورسره لوړه شوې ده.
د بلخ یو شمېر اوسېدونکي او درمل پلورونکي وایي، په دغه ولایت کې ځیني شخصي روغتونونه او ډاکټران ناروغانو ته شفري نسخې لیکي او په دغه کار یې خپل تجارت روان کړی دی.
د تخار کلفګان ولسوالۍ د سرقروق سیمې اوسېدونکي په خپلو کې د ودونو کولو په اړه د اندېښنې څرګندولو ترڅنګ وايي، په ځینو مواردو کې د دې ډول ودونو نتیجه کې زېږېدلو ماشومانو ته جنټیکي ناروغۍ پیدا شوې دي.
یوه ځوانه مېرمن مژده چې د اولاد نه کېدو له امله له خپل خاونده بېله شوې او اوس سخت ژوند لري وايي، موږ د ښه ژوند په هیله واده وکړ خو د اولاد نه کېدل…
د کونړ وټهپور ولسوالۍ اړوند د «هوز» سیمې یو شمېر خلک وايي، دوی روغتيايي خدمتونو ته پوره لاسرسی نه لري او له حکومته غواړي چې روغتیايي خدمات ورته برابره کړي.
د محمدنصیر په نوم یو ځوان چې له اتو کلونو راهیسې کابل ښار کې بوټونه ګنډی او رنګوي وایي، ورځنی عاید یې ډېر کم دی خو بیا هم ډېره هڅه کوي پر خپلو اولادونو زدهکړې وکړي څو روښانه راتلونکې ولري.