منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱۵ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۳۷ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۳° ↓۰°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

روغتیا

۴،۲۵۷ راپورونه

راپورونه

غړي

په افغانستان کې د کرونا له امله تراوسه شاوخوا ۷۶۰۰ کسان مړه شوي

د روغتیا نړیوال سازمان اعلان کړی چې په افغانستان کې د کرونا له پېله تراوسه تر ۷۶۰۰ ډېر کسان مړه شوي دي چې ۹۷ تنه يې روغتیايي کارکوونکي دي؛ خو د عامې روغتیا وزارت وايي چې د مړینې کچه د دغه سازمان تر اعلان شوې شمیرې ډېره ده.

د طب پوهان: د کرونا واکسین خطرناک نه، بلکې د ناروغۍ شدت کمولو لپاره دی

د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د کرونا واکسین خطرناک بللی او ویلي یې دي چې د انسان په بدن کې بېلابېلې ستونزې رامنځته کوي؛ خو ډاکټران وايي چې د کرونا واکسین تطبیق زیان نه لري، بلکې د  ناروغۍ شدت کمېدو کې مرسته کوي.

غړي

عامې روغتیا وزارت د ۱۳زره ماشومانو د مړینې په اړه د بشري حقونو د څار ډلې راپور رد کړ

د عامې روغتیا وزارت په روان میلادي کال کې په افغانستان کې د ۱۳زره نوو زېږېدلو ماشومانو د مړینې په اړه د بشري حقونو د څار سازمان راپور رد کړی او وايي، دغه سازمان له ۲۰۱۹ میلادي کال راهیسې هیڅ ډول کره سروې نه لري.

غړي

مالیزیا له افغانستان سره د کرونا څه باندې یونیم میلیون ډوزه واکسین مرسته کوي

مالیزیا له افغانستان سره د ۱.۶ میلیونه ډوزه کرونا ضد واکسین مرسته کوي او وايي چې د افغانستان د سرپرست حکومت پر رسمیت پېژندنه د حکومت له ټولګډون کولو او د ښځو او لږکیو د حقونو تامینولو سره تړلې ده.

غړي

د کوويډ- ۱۹ د ځینو روغتونونو ډاکټران د معاش له نه ورکول کېدو شکایت کوي

د کرونا روغتونونو د ډاکټرانو له لوري د معاشونو نه ورکړې په اړه له شکایتونو وروسته، عامې روغتیا وزارت دغه ستونزه مني او وایي چې د یادو روغتونونو لپاره د مرستندویانو د ملاتړ جذبولو لپاره له بهرنیو موسسو او نړیوالو بنسټونو سره پر خبرو بوخت دی.

نور راپورونه