کابل (پژواک، د وري لومړۍ نېټه ۱۴۰۱): د ټولنیزو شبکو یو شمېر کاروونکو د کرونا واکسین خطرناک بللی او ویلي یې دي چې د انسان په بدن کې بېلابېلې ستونزې رامنځته کوي؛ خو ډاکټران وايي چې د کرونا واکسین تطبیق زیان نه لري، بلکې د ناروغۍ شدت کمېدو کې مرسته کوي.

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې د کرونا واکسین د تطبیق له پیل راهیسې، تر اوسه تر ۸ میلیون ډېر کسان واکسین شوي دي.

د کرونا واکسین د زیان په اړه خپاره شوي مطالب:

د مجازی شبکو ځینو کاروونکو داسې لیکنې خپرې کړې چې ګواکې د کرونا واکسین تطبیق خطرناک دی او د انسان په بدن کې بېلابېلې ستونزې رامنځته کوي.

د «Bano Khor» په نوم ټویټر کاروونکي لیکلي چې د کرونا واکسین ډېر خطرناک دی او د انسان په بدن کې د بېلابېلو ستونز رامنځته کېدو لامل کېږي.

هغه زیاته کړې: «دا ویروس او واکسین یې د بشر د نسل او نطفې د کنټرول یو له پلانونو او مېتودونو دی چې په نړۍ کې د شیطانانو د یوې لوړپوړې ډلې له خوا پلان شوی دی.»

دغه راز د اسلامي امارت ځانګړي ځواکونه (Special Forces) په نوم ګروپ کې لیکل شوي، ټولو هېوادوالو ته یو مهم خبر! باید پوه شئ چې کرونا واکسین د ازمویلو لپاره افغانستان ته راوړل کېږي.

په یاد خپاره شوي مطلب کې راغلي چې د کرونا واکیسن ډېر مضر او خطرناک دي او تر اوسه هيڅ هېواد نه دی ازمویلی.

د کابل ښار خیرخانې سیمې اوسېدونکي منیراحمد پژواک ته وویل، د کرونا واکسین ډېر مضر دی.

هغه زیاته کړه، یو ګاونډی یې چې له ۶۰ تر ۷۰ کلونو عمر یې درلود، د کرونا واکسین له لګولو وروسته ومړ.

هغه وایي، له هغه وروسته پوه شو چې د کرونا واکسین مضر دی، له همدې امله یې د کورنۍ کوم غړی نه دی واکسین کړی.

حقیقت موندنه:

یو شمېر د طب پوهان وایي چې د کرونا واکسین تطبیق د کرونا مخنیوي لپاره اغېزناک دي.

د افغان- جاپان روغتون رییس زلمي رښتین پژواک ته وویل چې د کرونا واکسین لګول ګټور دي.

هغه د دغه واکسین د زیان په نسبت د هغه اغېزناکوالی ډېر وباله او له خلکو یې وغوښتل پر کرونا د اخته کېدو مخنیوي لپاره واکسین ولګوي.

نوموړی وایي، که د کرونا واکسین اغېزناک نه وای، هیڅکله نړیوال روغتیایي سازمان نه تاییداوه، نو په دې اساس کولای شو ووایو چې د کرونا واکسین تطبیق ګټور دی.

اسوشېټ پروفیسور نبیل پاکطین هم پژواک خبري اژانس ته وویل چې د کرونا واکسین تطبیق کېدای شي ډېر اغېزناک وي.

هغه د کرونا واکسین تطبیق تر درملنې مهم وباله او ویې ویل، دغه واکسین لګول د لنډمهال لپاره د ناروغۍ شدت کموي.