ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

عباد: د واردتي درملو يوازې شپږ سلنه چک او کنټرولېږي

عباد: د واردتي درملو يوازې شپږ سلنه چک او کنټرولېږي

author avatar
14 Mar 2022 - 18:00
عباد: د واردتي درملو يوازې شپږ سلنه چک او کنټرولېږي
author avatar
14 Mar 2022 - 18:00

کابل (پژواک، ٢٣ کب ١٤٠٠): د عامې روغتيا وزارت مسوولين وايي چې په تېرو ٢٠ کلونو کې د روغتيا په برخه کې سلګونه ميليونه ډالر لګول شوي، خو بيا هم د عامې روغتيا وزارت يوازې د شپږ سلنه وارداتي درملو د چک او کنټرول وړتيا لري.

دغه څرګندونې د عامې روغتيا وزارت سرپرست ډاکټر قلندر عباد په کابل کې د پنځم طبي نندارتون د پرانستې په مراسمو کې وکړې.

ده نيوکه وکړه چې په تېرو ٢٠ کلونو کې د روغتيا په برخه کې سلګونه ميليونه ډالر لګول شوي، خو اوس هم روغتيا وزارت يوازې د شپږ سلنه وارداتي درملو د چک او کنټرول وړتيا لري او ٩٤ سلنه دوا له چک او کنټرول پرته خلکو ته ورکول کېږي.

خو دى وايي چې اوسنى حکومت جدي هڅه کوي ترڅو دا او دې ته ورته نورې ستونزې هوارې کړي.

login or register a new account.

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.