منځپانګې ته تلل
شنبه ۳۱ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۱:۰۷ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

کډوال

۱،۷۸۹ راپورونه

راپورونه

غړي

د راحیلې په نوم یوه افغانه له خپل ماشوم او خاوند سره د کراچۍ له زندانه راخوشې شوه

د پاکستان کراچۍ کې د افغانستان جنرال قونسل وایي، د راحیلې په نوم یوه افغانه، د هغې ماشوم او خاوند چې له دوو کلونو راهیسې د کراچۍ په مرکزي زندان کې بندیان وو، ازاد او بېرته هېواد ته ستانه شول.

غړي

د کډوالو وزارت سرپرست د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مرستیال سره وکتل

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت سرپرست مولوي عبدالکبیر د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ له مرستیال سره په لیدنه کې ویلي چې هېواد ته د کډوالو راستنول یې لومړیتوب دی، خو د یادې کمېشنرۍ مرستیال ویلي، هڅه کوي د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې لپاره د اړتیا وړ بودجه راجلب کړي.

غړي

اروپایي ټولنه په ګاونډیو هېوادونو کې د مېشت افغان کډوالو د ملاتړ لپاره ۳۶ میلیون یورو مرسته کوي

په افغانستان کې د اروپایي ټولنې استازولي وایي، د افغانستان د داخلي بې‌ځایه شوو او پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا هېوادونو کې له افغان ګډوالو د ملاتړ په موخه یې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره هوکړه‌لیک لاسلیک کړی دی.

غړي

کراچۍ کې نیول شوي ۲۹ افغان کډوال خوشي شول

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي، تېره ورځ د پاکستان پولیسو کراچۍ کې ۲۹ هغه افغان کډوال نیولي وو چې د کډوالۍ کارتونه یې هم لرل، خو وروسته یې خوشي کړي دي.

غړي

اسلام‌اباد کې افغان سفیر: یواېن‌اېچ‌سي‌ار دې د افغان کډوالو د حقونو دفاع لپاره لازم اقدامات وکړي

په اسلام‌اباد کې افغان سفیر په پاکستان کې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ مشرې سره په لیدنه کې د افغان کډوالو د نیول کېدو او ځورنې په اړه اندېښنه ښودلې او ترې غوښتي یې دي چې اسنادلرونکو افغان کډوالو د حقونو دفاع برخه کې باید اقدامات وکړي.

غړي

کډوالو وزارت له څلورو موسسو سره د شاوخوا یونیم میلیون ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي، له څلورو موسسو سره یې د څه‌کم یونیم میلیون امریکایي ډالرو په ارزښت هوکړه‌لیکونه لاسلیک کړي چې له ‌مخې به یې کډوالو ته په بېلابېلو برخو کې خدمات وړاندې کېږي.

نور راپورونه