منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۶:۳۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۷ راپورونه

راپورونه

خوست کې د لسګونو ښوونځیو ودانیو چارې نیمګړې پاتې دي

خوست کې د هغو ۷۰ ښوونځیو د ودانیو جوړېدو چارې چې د تېر حکومت پر مهال د ولسي تړون ملي پروګرام په چوکاټ کې پیل شوې وې، لا هم نیمګړې پاتې دي. ښوونکي او زده‌کوونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د دغو ودانیو چارې بشپړې کړي څو د زده‌کړو برخه کې د دوی ستونزې هوارې شي.

لوګر کې د نږدې ۳۷ میلیون ډالرو په پانګونه د لمریزې برېښنا د تولید یوې دستګاه او یوه سب‌سټېشن جوړولو چارې پیل شوې

لوګر ولایت کې د خصوصي سکټور له لوري د نږدې ۳۷ میلیون ډالرو په پانګونه د ۴۰ میګاواټه په ظرفیت د لمریزې برېښنا د تولید یوې دستګاه او د ۱۲۶ میګاولټ امپیر په ظرفیت د یوه سب‌سټېشن جوړولو چارې پیل شوې.

لوګر کې د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه

لوګر کې مسوولین وایي چې د دغه ولایت په مرکز پل‌علم ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ نړۍوال سازمان (UNHCR) په مالي مرسته، د صلاح‌الدین ایوبي په نوم یوه ښوونځي ته د ۲۳ میلیونه افغانیو په لګښت ودانۍ جوړه او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

غور کې د اوبو رسونې د درېیو شبکو جوړولو چارې پیل شوې

غور کې ځايي سرچینې د دغه ولایت په پسابند، دولت‌یار او الفاروق ولسوالیو کې د څه باندې ۱۲،۵ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو د درېیو شبکو جوړولو چارو له پيلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو سره به یې ۱۴۷۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی ومومي.

نور راپورونه