منځپانګې ته تلل
دوشنبه ۹ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۱:۴۱ غ.و
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۷ راپورونه

راپورونه

د کندهار په خاکرېز کې د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت دوه چکډیمونه جوړ شول

د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي چې د دغه ولایت په خاکرېز ولسوالۍ د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام (یواېن‌ډي‌پي) په مالي ملاتړ د ۱۶ میلیونه افغانیو په لګښت دوه چکډیمونه…

د کور او ښار جوړولو وزارت: ۵۲ ښاري پلانونه جوړ او منظور شوي دي

د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، تېر کال یې د کډوالو لپاره د ۲۱ ښارګوټو د جوړولو تفصیلي پلانونه جوړ کړي، څه باندې ۸۷ زره راستنو شوو کورنیو ته یې د ځمکو د وېش لړۍ پیل کړې او د ۵۲ ښارونو لپاره یې تفصیلي، اصلاحي او بیارغنیز پلانونه جوړ کړي دي.

فاریاب کې د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پيل شوې

فاریاب کې ځايي مسوولین وايي چې د دغه ولایت په ګرزیوان ولسوالۍ کې د څه باندې ۷ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې نږدې زر کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پیدا کړي.

هرات کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو ښوونځیو بیارغولو چارې پیل شوې

هرات کې سیمه‌ییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت په کشک کهنه، رباط سنګي او انجیل ولسوالیو کې د نږدې ۱۶ میلیون افغانیو په لګښت د شپږو ښوونځیو د ودانیو د ترمیم او احاطوي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې.

فاریاب کې د اوبو رسولو یوې شبکې جوړېدو چارې پیل شوې

فاریاب کې ځايي مسوولینو د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د چارو له پیلېدو خبر ورکړی او وايي چې په بشپړېدو به یې ۳۰۰ کورنۍ د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی پيدا کړي.

لوګر کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړېږي

د لوګر سیمه‌ییز مسوولین وایي، د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ وزارت په سپارښتنه د دغه ولایت په مرکز پل‌علم او د شپږ ولسوالیو لرو پرتو سیمو کې ۱۶ نوي مخابراتي سایټونه جوړیږي.

نور راپورونه