د جوزجان په خانقاه ولسوالۍ کې د اوبو رسولو د یوې شبکې جوړولو چارې پیل شوې
جوزجان کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
جوزجان کې سیمهییز مسوولین وايي، د دغه ولایت په خانقاه ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۱ میلیون افغانیو په لګښت د اوبو رسولو یوې شبکې د جوړولو چارې پیل شوې دي.
د پوهنې وزارت وايي چې په غزني ولایت کې لسو ښوونځیو ته نوې جوړې شوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې او په میدانوردګو کې د یوه ښوونځي د ودانۍ د بیارغونې چارې بشپړې شوې.
د خوست د رحمتولي مسرور کرکټ لوبغالي کې د نندارچیانو د ناستې ځای پراخولو پروژه د ۳۴ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوه چې په بشپړېدو به یې دغه لوبغالی د ۱۵۰۰۰ نندارچیانو ځایولو وړتیا ولري.
غزني کې سیمهییز مسوولین وایي چې د دغه ولایت په جاغوري ولسوالۍ د خلکو په شخصي لګښت یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.
مسوولین وايي، د بدخشان د زیباک ولسوالۍ له لارې تر ډېورنډ فرضي کرښې پورې د پنجشېر سړک د جوړېدو چارو له بشپړیدو سره، د دغه ولایت په ګډون د هېواد شمالختیځ ولایتونه د لومړي ځل لپاره د خیبر پښتونخوا له چترال سیمې سره ونښلول شول.
د کور او ښار جوړولو وزارت وایي چې افغان نړۍوال اسلامي پوهنتون ته د هغه د پراختیا په موخه په نوي کابل ښار کې ۱۰۰۰ جریبه ځمکه ورکول کېږي.
د لوګر ولایت په محمداغه ولسوالۍ کې د شل کیلواټه برېښنا رسولو یوې پروژې چارې پیل شوې چې په بشپړېدو سره به یې دوه زره کورونه له برېښنا برخمن شي.
خوست کې ځايي مسوولين وايي، د دغه ولایت په نادرشاهکوټ ولسوالۍ کې د ۱۵۰ ميليون افغانيو په لګښت د بيارغونې د ۷۷ پروژو چارې روانې دي.
د غزني د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولین وایې، د دغه ولایت په ناوه ولسوالۍ کې د شاوخوا ۱۳ میلیون افغانیو په ارزښت د درېیو رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
مسوولین وایي، د خوست ښار د دویمې او درېیمې ناحیو پر واټونو د څراغونو لګولو پروژه د ۱۶ ميليون افغانيو په لګښت بشپړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوه.
د لوګر د پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د جاپان په مالي ملاتړ د دغه ولایت د مرکز پلعلم ښار پنځو ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې او نن رسماً ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کور او ښار جوړولو وزارت وايي، د هلمند په واشیر ولسوالۍ کې د کډوالو لپاره نوی ښارګوټی چې څه باندې څلور زره نومرې به ولري، جوړېږي.
د تاجکستان د اوبو او انرژۍ وزارت وایي، د کاسا زر پروژې چارې به د ۲۰۲۶ کال تر ډسمبر میاشتې بشپړې او پاکستان ته به د زر میګاواټه برېښنا لېږد پیل شي.
د نورستان په کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت له خوا د نږدې ۹۰ میلیون افغانیو په لګښت پنځه رغنیزې پروژې پیل شوې.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښار د نوي حلقوي سړک د جوړېدو عملي چارې پیل شوې چې درې میلیارده افغانۍ لګښت ورباندې کېږي.
د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوجۍ سرپرست وایي چې سږ کال به د پکتیا ولایت په لرو پرتو سیمو کې ۴۸ نوي مخابراتي سایټونه جوړ شي.
د غزني مرکز کې د کډوالو د «البیروني ښارګوټي» اوسېدونکي شکایت کوي چې خپلو ځمکو کې د ودانیزو چارو او د کورونو جوړولو اجازه نه ورکول کېږي چې له امله یې له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د ملي پراختیا شرکت مسوولین وایي، د قوشتېپې کانال د دویم فاز کیندنې چارې ۹۰ سلنه او د سربند جوړولو چارې یې نږدې ۸۰ سلنه پر مخ تللې او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې شي.
د خوست د ګربزو یو شمېر اوسېدونکي وايي، د دې ولسوالۍ د لېژې ذخیروي بند چې څو ورځې مخکې ګټې اخیستنې ته وسپارل شو، د سېلاب اوبو په راتلو سره نړېدلی دی.
د خوست ولایت په باک ولسوالۍ کې د یوه کس په شخصي لګښت اته کیلومتره سړک جوړېږي. دغه سړک د باک ولسوالۍ له ښارګوټي څخه د غرونو په منځ کې د يادې ولسوالۍ د توتاک…
د فراه ولایت مقام وایي چې د دغه ولایت په مرکز فراه ښار کې د نږدې ۳۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوه سړک پراخولو چارې پیل شوې.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۵ میلیون افغانیو په لګښت د څه باندې یونیم کیلومتر سړک د کانکرېټولو چارې پیل شوې.
د غزني ولايت په مربوطاتو کې د ۲۰۰ میلیون افغانیو په لګښت د کابل - کندهار عمومي سړک د دواړو غاړو (شولډر) جوړولو چارې پيل شوې.
د غزني ښار د څلورمې او پنځمې ناحیو مربوطاتو کې د دوو سړکونو او دوو استنادي دېوالونو جوړولو چارې پیل شوې