منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۸:۱۸ غ.م
۹° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

بيارغونه

۴،۷۰۷ راپورونه

راپورونه

پروان کې د ۱۷۵ پرمختیايي پروژو چارې پیل شوې

د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت وايي، د پروان په شینواري او سالنګ ولسوالیو کې د څه باندې ۲۴۵ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۷۵ بېلابېلو پرمختیایي پروژو چارې پیل شوې.

خوست کې د زمبر بند تخنیکي چارې پيل شوې

د اوبو او انرژۍ وزارت مسوولین وايي، د خوست ولایت په يعقوبيو صبريو ولسوالۍ کې د زمبر بند د جوړولو په موخه د ځمکې پېژندنې او تخنيکي چارو پروژې پيل شوې چې په درېیو میاشتو کې به بشپړې شي.

ملا برادر: د ا.ا اقتصادي ستراتیژي له بهرنۍ اړتیا څخه د هېواد د خلاصون پر بنسټ ولاړه ده

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال، لغمان کې د لس مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژې د چارو پیل مراسمو کې ویلي، د ا.ا اقتصادي ستراتیژي له بهرنۍ اړتیا څخه د افغانستان د خلاصون پر بنسټ ولاړه ده څو هېواد د خپلو شته ظرفیتونو پر مټ ځان‌بسیاینې ته ورسېږي.  

تورخم کې له پاکستانه راستنو شوو کډوالو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اداري کمپلېکس جوړ شو

د افغانستان د ملي پراختیا شرکت له لوري د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې له پاکستانه راستنو شوو افغان کورنیو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه اداري کمپلېکس جوړ او تېره ورځ پرانیستل شو.

نور راپورونه