Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

مزارشریف کې د دوو پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې

مزارشریف (پژواک، ۳ غبرګولی ۱۴۰۴): بلخ کې د مزارشریف ښاروالي مسوولین وایي، د ښار بېلابېلو ناحیو کې د شاوخوا ۱۰ میلیونه افغانیو په لګښت د پلچکونو او کربستونونو جوړولو دوو پروژو چارې بشپړې او ګتې اخیستنې ته وسپارل شوې.

د مزارشریف ښاروالي سکټوري رییس احمدجاوید مایار وایي، د ښار په ۱۲ ناحیو کې خلکو ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه د څه باندې اته میلیونه افغانیو په لګښت د شټیلي پلچکونو جوړولو چارې بشپړې شوې دي.

هغه وویل، هغه پلچکونه چې پخوا کانکریټي جوړ شوي وو، پر ځای یې شټیلي پلچکونه نصب شوي؛ ځکه چې ویالو کې به ورسره د کثافاتاتو د بندېدو او ډېرېدو مخنیوی کېږي او پاکول به یې هم اسانه وي.

هغه دغه راز وویل، د مزارشریف ښار په څلورمه، اوومه، دویمه، اتمه او نهمه ناحیو کې د نږدې دوه میلیونه افغانیو په لګښت د سړک غاړې کربستونونه هم جوړ او نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شول.

د نوموړي د معلوماتو له مخې، مزارشریف ښاروالي تېر ۱۴۰۳ لمریز کال د ۴۳ پروژو چارې پیل کړې چې له جملې یې د ۲۵ پروژو چارې بشپړې شوي او د پاتې نورو به یې هم ډېر ژر سر ته ورسېږي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.