Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

یو شمېر خلک په لغمان کې «د سرخکان ملي پارک» جوړولو د پاتې چارو بشپړېدو غوښتنه کوي

مهترلام (پژواک، ۲۲ غویی ۱۴۰۴): د لغمان یو شمېر اوسېدونکي وايي چې د دغه ولایت په قرغیو ولسوالۍ کې د «سرخکان ملي پارک» جوړولو پاتې چارې دې بشپړې شي.

د مخکني حکومت پر مهال د لغمان د قرغیو ولسوالۍ په سرخکان سیمه کې د کابل سیند پر غاړه د «سرخکانو» په نوم د یوه ملي پارک جوړولو چارې پیل شوې خو د سیاسي بدلون له راتلو سره سم ودرېدې او بیا نه دي پیل شوې.

اوس د دغه ولایت یو شمېر اوسېدونکي غوښتنه کوي چې دغه ستره ملي پروژه دې بشپړه او د پارک چارې دې له سره پیل شي.

د قرغیو ولسوالۍ یوه قومي مشر قاري حفیظ‌الله اوریاخېل وویل: «د ملي پارک کارونه پخوا په جمهوریت کې پیل شوې وو خو د نوي حکومت له راتلو سره یې رغنیزې چارې په ټپه ولاړ دي، غوښتنه کوو چې د دې ملي پروژې چارې دې بېرته پیل شي.»

د یادې ولسوالۍ یوه بل اوسېدونکي ذاهدالله موسی‌زي وویل، د دغه پارک جوړېدل د دولت او ولس په ګټه دي؛ ځکه په خبره یې، دولت ته د عایداتو یوه ښه سرچینه کېدای شي، خلکو ته په‌کې د کار زمینه برابرېږي او هم دغه ځای پر یوه سیاحتي سیمه بدلېږي.

دا چې د پارک جوړولو چارې ولې ولاړې دي او اسلامي امارت یې د بېرته پیلولو نیت لري او کنه؟

د دغه ولایت د ښار او کور جوړولو ریاست رییس مولوي حسین احمد تیلوي پژواک ته وویل، د سرخکانو ملي پارک چې پر ۶۵۰ جریب ځمکه په دوو فازونو کې د ۱۹۸ میلیون افغانیو په لګښت جوړېږي، چارې یې اوسمهال د یو شمېر تخنیکي ستونزو له امله درول شوې دي.

هغه ونه ویل چې کومو تخنیکي ستونزو د دې پروژې پلې کېدو مخه نیولې، خو په خبره یې چې د یاد پارک د لومړي فاز چارې ۴۱ سلنه او د دویم فاز چارې ۳۱ سلنه ترسره شوې دي.

د نوموړي په خبره، د اسلامي امارت د مشرتابه له هدایت سره سم د دغه پارک د چارو د بیا پیل په موخه د تېر لمریز کال په وروستیو کې د ښار او کور جوړولو او مالیې وزارتونو یو با صلاحیته پلاوی لغمان ته راغلی و او هیله یې وښوده چې چارې به یې د لومړنیو معلوماتو له بشپړولو وروسته د روان کال په اوږدو کې بیا پیل شي.

هغه وویل، د سرخکانو په ملي پارک کې کورنیو او بهرنیو ګرځندویانو ته د پاتې کېدو لپاره عصري هوټلونه، مجهزې هټۍ، فرعي تفریحي پارکونه او نور اړین سهولتونه په پام کې نیول شوي دي.

د یادونې ده، په هېواد کې د سیاسي بدلون له امله د دغه پارک په څېر ډېرې لویې او وړې پروژې چې د بهرنیو هېوادونو او سازمانونو له لوري تمویلېدې، په ټپه ولاړې دي خو د اسلامي امارت مسوولین وايي، هڅه کوي دغه ډول نیمه پاتې پروژې د داخلي بودجې له لارې بشپړې کړي

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.