جلالاباد (پژواک، ۲۱ غویی ۱۴۰۴): د جلالاباد ښار د اوومې ناحیې اړوند سیمه کې د نږدې ۱۹ میلیون افغانیو په لګښت د یوه فرعي سړک د کانکرېټاچونې چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.
د جلالاباد د ښاروالۍ مرستیال مولوي محمداسحاق سعید نن په دې اړه جوړه شوې غونډه کې وويل چې دغه سړک د اوومې ناحیې اړوند د ممتاز باغ سیمه کې جوړ شوی دی.
هغه وویل چې یاد سړک ۱۲۹۰ متره اوږدوالی او ۷ متره سور لري، د سړک دواړو لورو ته ۵۸۰ متره ویالې او اووه پلچکونه هم شامل دي چې ټولټال پرې ۱۸.۸ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی دی.
سعید وایي، دغه سړک د ښاروالۍ له بودجې د شپږو میاشتو په موده کې جوړ شوی دی.
يوه ځایي اوسېدونکي پردېس پژواک ته وویل، په دې سیمه کې د ياد سړک له جوړېدو مخکې خلک له ګڼو ستونزو سره مخ وو، د بارانونو پر مهال به یې پر دې لاره تګ راتګ نه شو کولای.
يوه بل ځايي اوسېدونکي عبدالله بیا غوښتنه وکړه چې په دې ناحیه کې دې د بیارغونې پروژو چارې ډېری شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP