مزارشریف (پژواک، ۲ غبرګولی ۱۴۰۴): د بلخ ځايي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په حیرتان دوهلاري کې د صادراتو برخه کې د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه د نړۍوالو ترانسپورټي شرکتونو د همغږۍ مرکز پرانیستل شو.
د بلخ ځمکني ترانسپورټ د بینالولایتي ترمینل امر نجمالدین فاروقي وایي، په دغه مرکز کې چې شاوخوا ۱۶ نړۍوال ترانسپورټي شرکتونه په کې برخه لري، موټرچلوونکي او ترانسپورتي شرکتونه کولای شي د سياېمار فورم په ترلاسه کولو له ستونزو پرته نورو هېوادونو ته سوداګریز توکي ولېږدوي.
هغه زیاتوي، چې CMR یوه نړۍواله فورمه ده، چې د دې فورمې په درلودو لوی موټر کولای شي له ستونزو پرته صادراتي توکي بهرنیو هېوادونو ته ولېږدوي.
نوموړی دغه راز وایي چې له دې وروسته یوازې د یادې فورمې درلودونکي موټرچلوونکي کولای شي صادراتي توکي ولېږدوي.
بلخوا، د نړۍوالو ترانسپورټي شرکتونو مسوولین دغه مرکز او د (CMR) فورمې وېش صادراتو برخه کې د اسانتیا رامنځه کولو لپاره مهم ګڼي.
د یوه خصوصي نړۍوال ترانسپورټي شرکت مسوول غلامفاروق عمر وایي، دغه اقدام په لومړي ځل د افغانستان په کچه ترسره شوی چې له مخې به یې د دغه سند په درلودو په اسانه توګه صادراتي توکي لېږدول کېږي.
عمر زیاتوي، له دغه سند سره به سوداګریز توکي په مصوونه توګه خپلو مقصادو ته له خنډ او ځنډ پرته لېږدول کېږي.
دلمحمد اوغلو، د یوه بل شرکت مسوول هم وایي چې دغه اقدام د افغانستان ترانسپورټ معیاري کولو او غوره خدماتو وړاندې کولو برخه کې مرسته کوي، څو سوداګریز توکي په اسانه توګه بهرنیو هېوادونو ولېږدول شي.
هغه وایي: «له دې مخکې توکي په غیر منظمه توګه بهرنیو هېوادونو ته لېږدول کېدل، منظم اسناد چې ډیټابیس کې باید ثبت وي نه وو، اوس د سياېمار فورمه چې څلور ورقې ده، د توکو د لېږد ادرس، د توکو، موټر، ډریور، لېږدونکي او ترلاسهکوونکي ټول مشخصات په کې لیکل شوي دي.»
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP