کابل (پژواک، ۲۶ غويی ۱۴۰۴): د کلیو بیارغونې او پراختیا وزارت وايي چې د ۱۴۳ میلیونه افغانیو په لګښت د بدخشان ولایت د واخان سړک د دویم فاز د چغلاچونې چارې پیل شوې.
د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت د خبرپاڼې له مخې، دغه سړک چې ۷۱ کیلومټره اوږدوالی او اووه متر پلنوالی لري، د بدخشان د واخان ولسوالۍ له بروغیل څخه تر بزهای ګنبد پورې یې د جغلاچونې چارې پيل کړي دي.
په خبرپاڼه کې راغلي: «دا چې یادې سیمې ته پخوا هېڅ پاملرنه نه وه شوې او اوسېدونکي يې له ټولو اسانتیاوو څخه بې برخې پاتې شوي وو، اسلامي امارت په دې سیمه کې د سړک جوړولو تکل وکړ چې له نیکهمرغه د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت په هلو ځلو د دغه سړک د لومړي فاز خامه چارې د چین هېواد تر صفري نقطې رسېدلې او ساختماني چارې يې په چټکۍ سره روانې دي.»
سرچينه لیکي چې د دغه سړک په بشپړېدو سره به هېوادوالو ته د تګ - راتګ اسانتیاوې برابرې شي او دغهراز به په راتلونکي کې د دغه سړک له اساسي رغولو سره یاده لار د افغانستان او چين ترمنځ په یوه سوداګریزه لاره بدله شي.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP