کابل (پژواک، ۳۰ غویي ۱۴۰۴): د مالیې وزارت وايي چې د خصوصي سکټور په مالي مرسته د کابل ښار لومړۍ ناحیې اړوند منډیي سیمه کې د ۳۰ میلیون افغانیو په پانګوني سره د بیهقي په نوم سوداګریز مارکېټ جوړوي.
د افغانستان د مالیې وزارت خبرپاڼه کې راغلي چې د یاد مارکېټ تړون د فقیر محمد رحماني ودانیز شرکت سره لاسلیک شو.
سرچینې لیکلي، دغه مارکېټ چې د کابل ښار لومړۍ ناحیې اړوند منډیي سیمه کې موقعیت لري، د مالیې او د اطلاعاتو او فرهنګ وزارتونو ګډ جایداد دي.
د سرچینې په حواله، یاد مارکېټ ۸۰۲ مترمربع مساحت لري.
سرچینې ویلي، دغه سوداګریز مارکېټ د فقیر محمد رحماني ودانیز شرکت له لوري د یو کال په موده کې په دوو پوړونو کې د ۳۰ میلیون افغانیو په پانګوني جوړېږي.
د سرچینې د معلوماتو له مخې، د یاد مارکېټ ۶۰ سلنه ګټه به دولت، ۴۰ سلنه ګټه به شرکت ته ورکول کېږي او د اته کلونو لپاره په قرارداد ورکړل شوی دی.
GET IN TOUCH
NEWSLETTER
SUGGEST A STORY
PAJHWOK MOBILE APP