ژبه

مزارشریف کې د څلور پراختیایي پروژو چارې بشپړې شوې

مزارشریف (پژواک، ۲۹ غویی ۱۴۰۴): د مزارشریف د ښاروالي مسوولین وایي، د ښار بېلابېلو ناحیو کې یې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د څلورو پراختیایي پروژو چارې بشپړې کړې او نن یې ګټې اخیستنې ته وسپارلې.

د بلخ ولایت د مرکز مزارشریف د ښاروالي سکټوري رییس احمدجاوید مایار نن په همدې اړه جوړو شوو مراسمو کې وویل، د ښاروالي له پراختیایي بودجې څخه یې د ۱۴ میلیونه افغانیو په لګښت د ښار بېلابېلو ناحیو کې د څلورو پراختیایي پروژو چارې بشپړې کړې دي.

هغه زیاته کړه، دغو څلورو پروژو کې د دویمې ناحیې د کارته مامورین سیمه کې د ۲۲۰ متره سړک کانکړېټ کول، د یادې ناحیې د ناصر خسرو بلخي سړک پراخول، تنویر او د موټرو تم‌ځای جوړول، د څلورمې ناحیې باب قمبر سیمه کې د ۲۴۰ متره سړک کانکړیټ کول او د نهمې ناحیې خبریالانو چوک سیمه کې د ۱۲۵۰ متره فلزي کټارو جوړول شامل دي.

ورته مهال، د مزارشریف ښار اوسېدونکي د دغو پروژو بشپړېدو ته خوښ دي.

د دویمې ناحیې د ناصر خسرو سیمې اوسېدونکي کمال‌الدین راغب وویل، خوښ دی چې د ناصر خسرو سړک پراخ شوی او د دوی ستونزې ورسره کمې شوې دي.

د نوموړي په خبره، له دې مخکې د سیمې اوسېدونکي د دغه سړک د تنګ‌والي له امله له ګڼو ستونزو سره مخ وو.

د دې سیمې یو بل اوسېدونکی ارین‌پور اکبري هم د یادو پروژو بشپړېدو ته خوښ دی او په خبره چې د خلکو ستونزو کمېدو سربېره د ښار ښکلا هم ورسره ډېره شوې ده.

ورته موضوع