د قطر خیریه بنسټ کندهار کې ۴۰۰ بستریز روغتون جوړوي
د قطر خیریه بنسټ استازو د کندهار له والي ملا شېرین اخند سره لیدنه کې ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې ۴۰۰ بستريز روغتون جوړوي.
د قطر خیریه بنسټ استازو د کندهار له والي ملا شېرین اخند سره لیدنه کې ژمنه کړې چې په دغه ولایت کې ۴۰۰ بستريز روغتون جوړوي.
اروزګان کې سیمهییز مسوولین وایي چې د اروزګان - کندهار لویې لارې د ۲۵ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې د ۲۱ میلیون افغانیو په لګښت پيل شوې.
د اوبو او برېښنا سرپرست وزير وايي، هڅه کوي پر هغو بندونو کار پيل کړي چې په لږ لګښت ډېرې اوبه او برېښنا ترې ترلاسه کېږي.
د اروزګان په مرکز ترینکوټ کې د ترکيې په مالي مرسته د شپږ میلیون افغانیو په لګښت یوې دیني مدرسې لپاره ودانۍ جوړه او نن پرانیستل شوه.
د ټولګټو وزارت وایي، د شمال لویه لار ۱۱ ورځې وروسته د سالنګ تونل کې د کانکرېټاچونې چارو تر بشپړېدو د هر ډول ترافیکو پر مخ تړل کېږي.
پکتیا کې سیمهییزمسوولین وایي، دغه ولایت کې د ګردېز- کابل لويې لارې د ۲۵ کيلومتره سړک د ويجاړ شوو برخو بیارغونه پيل شوې ده.
سرپل او نورستان کې مسوولین وایي چې په دغو ولایتونو کې د ۱۰ میلیونو افغانیو په لګښت د څه باندې ۸ کیلومتره سړکونو جوړولو او بیارغونې چارې پیل شوې دي.
د ننګرهار د کډوالو چارو رياست وايي، د دغه ولايت سپينغر ولسوالۍ کې د جګړو له امله ړنګ شوي ۳۷۵ کورونه بیارغول کېږي.
د تخار پوهنې ریاست مسوولین وايي چې د تالقان ښار په «بولک ورته بز» سیمه کې د نجونو یوه ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه چې لګښت یې یو سوداګر ورکوي. د تخار د…
غزني کې مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې د اغاخان فرهنګي بنسټ له لوري د باباجي تاریخي جومات بیارغول کېږي. نن د اغاخان فرهنګي بنسټ پلاوي غزني کې له یاد جوماته لیدنه وکړه، ویې…
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۹ ميليون افغانيو په لګښت د يوه فرعي سړک جوړولو چارې پيل شوې.
هرات کې ځایي سرچینې وایي چې د اته میلیون افغانیو په لګښت د دغه ولایت د تیاتر ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې. د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس مولانا نعیمالحق حقاني پژواک خبري اژانس…
د ننګرهار په روداتو او چپرهار ولسواليو کې د کليو پراختيا او کرنې رياستونو له خوا د څه باندې ۲۲ ميليونه افغانيو په لګښت د ۲۵ رغنيزو پروژو چارې بشپړې شوې.
د لوګر په مرکز پلعلم، محمداغه او خروار ولسوالیو کې د ۸۸ میلیون افغانیو په لګښت درې کرنیزې پروژې ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
له تخت صفر څخه د هرات تر ګمرکه پورې د سړک پراخولو عملي چارو سره هم مهاله، د دغه ولایت ښاروالۍ د ۸ میلیون افغانیو په لګښت د هرات ښار سهپلک سیمه کې…
د سرپل ولایت په مرکز کې د ۴۵ زره امریکايي ډالرو په لګښت د نجونو یوه ښوونځي د ودانۍ جوړېدو چارې پيل شوې او د کونړ په ولایتي روغتون کې بیا د ۳۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت یو لابراتوار فعال شو.
د کاپیسا د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د دغه ولایت د کوهستان په لومړۍ او دویمې حصې ولسوالیو کې د افغانستان معیشتي او ټولنیز ملاتړ پروګرام د ۹۸ پروژو د چارو له پیلېدو خبر ورکوي.
د شاوخوا ۲۵ میلیون افغانیو په لګښت د کابل - لوګر عمومې لارې ویجاړ شوو پلچکونو او استنادي دېوالونو بیارغولو چارې پيل شوې.
د نورستان سیمهییز مسوولین وایي چې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې لخوا د دغه ولایت په کامدېش او برګمتال ولسوالیو کې له ۷ زرو ډېرو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې ده.
افغاني سره میاشت وایي، د پکتیکا په ګیان ولسوالۍ کې یې د ترکیې سرې میاشتې په ۳۵ میلیونه افغانۍ مرسته ۶۵ زلزلهځپلو کورنیو ته کورونه جوړ کړي دي. تېر کال د پکتیکا په برمل، ګیان…
د نوي کابل ښار د لومړي فاز «ب» برخې پروژې عملي چارې د یو میلیارد امریکايي ډالرو په لګښت نن پیل شوې چې په پلې کېدو سره به یې پر ۷۴۰ جریبه ځمکه ۲۳۰۰ استوګنیز کورونه جوړ شي.