د کندهار له دامان د زابل تر شهرصفا ولسوالۍ د سړک پخولو چارې پیل شوې
د کندهار له دامان ولسوالۍ څخه د زابل تر شهرصفا ولسوالۍ د ۳۷ کیلومتره په اوږدوالي د کندهار – کابل لویې لارې اړوند سړک پخولو چارې پیل شوې. په سویلي حوزه کې د ټولګټو چارو…
د کندهار له دامان ولسوالۍ څخه د زابل تر شهرصفا ولسوالۍ د ۳۷ کیلومتره په اوږدوالي د کندهار – کابل لویې لارې اړوند سړک پخولو چارې پیل شوې. په سویلي حوزه کې د ټولګټو چارو…
د بلخ ولایت مرکز مزارشریف – حیرتان پر لویه لار د ۱۵۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت د یوه جومات جوړېدو چارې پيل شوې. د بلخ ولایت د رسنیو دفتر نن د یوې خپرپاڼې په…
اروزګان کې مسوولین وايي چې د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې د څه باندې شپږ میلیون افغانيو په لګښت یوې پروژې چارې بشپړې شوې.
بلخ کې د نږدې ١١ میليونو افغانيو په لګښت يو لوبغالى جوړ شو او د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې. د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وويل،…
ایراني رسنیو خبر ورکړی چې ایراني کارپوهانو په افغانستان کې د هلمند اوبو سرچینې کتلې خو د افغانستان د اوبو او برېښنا وزارت له کجکي او کمالخان بندونو د ایراني پلاوي لیدنه ردوي.
د جاپان د سولې او روغتيا موسسې (PMS) مسوولین وايي، په ننګرهار کې د مروارید کانال د پراختیا پروژې ۵۰ سلنه چارې ترسره شوې چې په بشپړېدو سره به یې د دغه کانال د اوبو اندازه په ثانیه کې له ۳،۲۵ متره مکعب څخه پنځه متره مکعب ته لوړه شي.
د ټولګټو وزارت وایي چې د کابل – میدانوردګ لاره تر بلې خبرتیا د ورځې له خوا د باروړونکو او لویو مسافروړونکو موټرو پر مخ چې د کابل لوري ته ځي وتړل شوه.
د لغمان د کډوالو چارو ریاست وایي چې د دغه ولايت په بېلابېلو سيمو کې د ٦٠ ميليون افغانيو په لګښت ١٧٧ بېوزلو کورنيو ته د دايمي سرپناه جوړېدو چارې پيل شوې. د لغمان د…
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ او خصوصي سکټور په همکارۍ د نهه ميليونه افغانيو په لګښت يو تفريحي پارک جوړ شو.
فاریاب کې د پوهنې ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په شېرین تګاب ولسوالۍ کې د «ګلتپه» په نوم د نجونو لومړني ښوونځي ودانۍ بشپړه او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د بلخ په چمتال ولسوالۍ کې د نږدې يونيم ميليون ډالرو په لګښت یو سبسټېشن او د برېښنا رسولو یوه شبکه جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
یو شمېر موټرچلوونکي پر لویو لارو د تګ راتګ پر مهال له ستونزو شکایت کوي او له حکومته غواړي چې د دې لارو بیارغولو چارې دې چټکې کړي.
د اروزګان د کرنې ریاست له خوا د دغه ولایت په مرکز ترینکوټ کې نن د شپږ میلیون افغانیو په لګښت د ۱۲ سړو خونو جوړېدو چارې پای ته ورسېدې.
د دایکنډي په سنګتختوبندر او کیتي ولسوالیو کې د څه باندې ۳۴ میلیونو افغانیو په لګښت د اوبورسونې او د چینو تحکیماتو د څو پروژو کارونه پیل شول. د هوساینې موسسې مسوول انجنیر خداداد ذکي…
پکتیا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز ګردېز، زرمت، سیدکرم او احمدابا ولسوالیو کې نن د یوه میلیون امریکايي ډالرو په لګښت د چکډیمونو جوړولو چارې پيل شوې.
د زابل په مرکز کې د ۸،۴ میلیونه افغانیو په لګښت د دوو پروژو چارې بشپړې شوې، بلخوا په بغلان کې د اووه میلیون افغانیو په لګښت د درېیو فرعي سړکونو پخولو کار پيل شو.
د غزني سیمهییز مسوولین وايي چې د دغه ولایت اندړو ولسوالۍ په میري سیمه کې د پاکو اوبو رسولو دوه شبکې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
غزني ولایت د مرکز اړوند ازادخان کلا سیمه کې د خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ د بنسټ ډبره کېښودل شوه.
د میدانوردګو مرکز اړوند «ده افغانان» سیمه کې نن د ۳۰ میلیون ۲۷۹ زره ۲۱۴ افغانیو په لګښت د یوه استنادي دېوال د جوړېدو چارې پيل شوې.
د کابل ښار لسمې ناحیې اړوند د شهرنو پارک د بیارغونې چارې د یوه خصوصي شرکت له لوري د ۱۴ میلیون امریکایي ډالرو په لګښت پیل شوې.
کابل ښاروالۍ وايي، د تېر یوه کال کې د کابل په بېلابېلو ناحیو کې د ۲۰۰ پروژو پلې کېدو ترڅنګ، په دغه ښار کې څه باندې ۷۲ کیلومتره سړکونه قیر او کانکرېټ شوي، سلګونه زره نیالګي کېښودل شوي او شاوخوا ۵۰۰ ټنه کثافات له ښاره بهر لېږدول شوي دي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسوولین وایي، د دغه وزارت په همکارۍ او د یونسکو فرهنګي سازمان په مالي ملاتړ د یو شمېر هغو تاریخي ابدو د بیارغونې چاري پیل شوې چې وضعیت یې تر…