منځپانګې ته تلل
یکشنبه ۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۷:۰۰ غ.م
۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

بلخ کې يو لوبغالى جوړ او د يوه سړک جوړېدو چارې پيل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۹۴ کتنې

مزارشریف (پژواک، ۲۳ زمری ۱۴۰۲): بلخ کې د نږدې ١١ میليونو افغانيو په لګښت يو لوبغالى جوړ شو او د يوه سړک د جوړېدو چارې پيل شوې.

د بلخ د امنیې قوماندانۍ ویاند محمداصف وزیري پژواک خبري اژانس ته وويل، د ټیکا دفتر له لوري د بلخ امنیه قوماندانۍ پولیسو لپاره د ۸۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت د فوټبال يو لوبغالى جوړ شو.

د وزیري په وینا، د فوټبال یاد لوبغالی د یوه کال په موده کې په معیاري توګه جوړ شوی، چې شاوخوا یې دوه لوی سایه‌بانونه او د نندارچیانو لپاره څوکۍ لري.

وزیري زیاتوي چې له دې وروسته پولیس کولای شي په دغه لوبغالي کې د فوټبال لوبې او سیالۍ ترسره کړي.

بلخوا شمال کې د ټیکا دفتر همغږي کوونکی میکایل تاشدمېر وایي، دغه لوبغالی په نړۍوالو معیارونو برابر دی او په ۳۲۰۰ مترمربع ځمکه کې جوړ شوی دی.

دغه راز د يوه بل خبر له مخې په بلخ کې د ٢٠٩ الفتح قول‌اردو د اېرګنک کوتل د جوړولو چارې پیل کړې.

د ۲۰۹ الفتح قول‌اردو ویاند صدیق‌الله نصرت وایي چې د یادې قول اردو فني انجینرانو د بلخ او کندز ولایتونو ترمنځ د ۱۸ کیلومټره سړک د جغل اچولو او ترمیم چارې پیل کړې.

د نوموړي په خبره، تر دې مهاله د دغه سړک په جوړېدو ۴ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې ۲۱ ماشینرۍ او ۳۲ کسان په کې پر کار بوخت دي.

د بلخ او کندز ترمنځ د اېرګنک لار د دواړو ولایتونو ترمنځ تر ټولو لنډه لار بلل کېږي، چې د دغې لارې د خرابوالي له امله ډېری خلک د بغلان ولایت پر لار دواړو ولایتونو ته تګ راتګ کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه