د غزني لرو پرتو سیمو کې د ۶۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت ۱۵روغتیايي مرکزونه جوړیږي
د غزني عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په لرو پرتو او هغو سیمو کې چې خلک یې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، ۱۵ نوي روغتیایي مرکزونه جوړیږي.
د غزني عامې روغتیا ریاست مسوولین وايي، د دغه ولایت په لرو پرتو او هغو سیمو کې چې خلک یې روغتیایي اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري، ۱۵ نوي روغتیایي مرکزونه جوړیږي.
د لوګر د کرنې ریاست مسوولین وایي، د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړۍوال پروګرام له لوري په خروار ولسوالۍ کې شاوخوا ۶ زره مالدارانو ته د حیواني خدماتو وړاندې کولو یو مرکز پرانیستل شو.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۱۶ ميليونه افغانيو په لګښت يو فرعي سړک جوړ او ګټې اخیستې ته وسپارل شو.
نورستان کې ځایي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کې د دوو کانالونو جوړولو چارې پیل شوې او سلګونو کسانو ته په کې د خوراکي توکو بدل کې د کار زمینه برابره شوه.
د افغانستات اوسپنې پټلۍ اداره وایي چې په حیرتان بندر کې یې د دې ادارې لپاره د شاوخوا ۳۷ میلیونه افغانیو په لګښت د ودانۍ جوړولو چارې پيل کړې دي.
هرات کې سیمهییز مسوولین وایی، د دغه ولایت له تختصفر څخه تر ګمرک ریاسته د سړک پراخولو او قیراچونې کار د څلوېښت میلیون افغانیو په لګښت رسماٌ پیل شو.
د ننګرهار په روداتو ولسوالۍ کې د اوبو او برېښنا وزارت له لوري د ۱۰۹ ميليونه افغانيو په لګښت د اوبو رسولو ځینې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې د شاوخوا ۲۲۸ زره ډالرو په لګښت دوه پروژې بشپړې او پرانیستل شوې او د دوو نوو پروژو کارونه پیل شول. د باختر اژانس د خبر له مخې، په…
د پکتيکا مسوولين وایي، د دغه ولایت په برمل او ګیان ولسوالیو کې د افغانستان لپاره د بشري خدمتونو سازمان له لوري د لس میلیونه افغانیو په ارزښت د اوبو یوه شبکه او ۲۸ نلکۍ جوړې شوې.
کندهار کې ځایي مسوولین وایي چې د دغه ولایت د ډنډ ولسوالۍ په څو کلیو کې د تېر شوي ۳۵ کیلومتره کانال پاکولو چارې پای ته ورسېدې.
د سالنګونو د څار او ساتنې ادارې مسوولين وايي چې د سالنګ لويې لارې جوړولو کار له امله به دغه لار سر له راتلونکې شنبې د ورځې له مخې د هر ډول ترافيکو پر مخ تړلې وي.
اروزګان کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په چنارتو ولسوالۍ کې نن د ۵۷ میلیون افغانیو په لګښټ د ۵۲ رغنیزو پروژو چارې پيل شوې.
د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت ۲۰۹ الفتح قول اردو انجنيرانو ۲۴۳۲ بېلابېل نظامي وسايط او ۴۷۵ بېلا بېلې تخریب شوې وسلې ترمیم او فعاله کړې دي.
د خوړو نړۍوال پروګرام/ WFP له لوري په مرکز پلعلم او ولسوالیو کې څلور پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د قیصار – لامان حلقوي سړک د څلورمې برخې قیراچونې چارې بادغیس په غورماچ ولسوالۍ کې پیل شوې چې د پیل په مراسمو کې یې د دغه ولایت والي وویل، هېچا ته اجازه نه ورکوي چې د دغه سړک جوړولو کار ودروي.
د سرپل اوسېدونکي په نږدې راتلونکي کې د سلطان ابراهیم بند د جوړولو چارو د پیل هرکلی کوي او د دغه ولایت مسوولین وایي چې پر دغه بند ۳۷ میلیونه ډالر لګښت راځي او د ۵۵ زره هکتاره ځمکې خړوبولو وړتیا لري.
د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي، تېر لمریز کال کې د هېواد په کچه بېلابېلو برخو کې ۳۹۳ پروژې بشپړې او د پاکو اوبو په برخه کې د ۴۷۴ پروژو…
د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې مسوولين وايي، د وچکالۍ د مخنيوي لپاره هڅه کوي چې په دغه ولايت کې لسګونه واړه چيک ډيمونه (د اوبو بندونه) جوړ کړي.
لوګر کې د لس میلیونه افغانیو په لګښت د یوه کانال جوړولو چارې پيل او یو جومات ګټې اخیستنې ته وسپارل شو. د لوګر ولایت د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وایي، د…
پکتيکا کې مسوولین وایې، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۸۰ لاسي بمبې رغېدلي او د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې…
د پکتیا مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۶۳ میلیونه افغانيو په لګښت د یوه سړک او یوې حکومتي ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې. د ګردېز ښاروال مولوي سید نظیم مزمل پژواک…
د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د ۱۴،۵ ميليون افغانيو په لګښت د درې کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې. د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د يادې پروژې پرانیست غونډې ته وويل، د…
د هرات ځايي مسوولین وایي چې د هرات ـ غور سړک جوړولو عملي چارې د ۳۸۰ کیلومتره په اوږودوالي نن پیل شوې. د دې پروژې کار نن د دوو ولایتونو ځایي چارواکو په حضور کې…