ژبه

«تېرکال د هېواد په کچه څه باندې ۵۰۰ میلیون افغانیو په لګښت ۳۹۳ بېلابېلې پروژې پلې شوې دي»

کابل (پژواک، ۸ زمری ۱۴۰۲): د افغانستان د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت مسوولین وایي، تېر لمریز کال کې د هېواد په کچه بېلابېلو برخو کې ۳۹۳ پروژې بشپړې او د پاکو اوبو په برخه کې د ۴۷۴ پروژو چارې نیمګړې پاتې دي.

د یاد وزارت د کلیو د ودانیزو چارو مرستیال مفتي سیداحمد مستقیم نن (یکشنبه) د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو مرکز کې ملت ته د دولت حساب ورکولو پروګرام په لړ کې وویل، تېر ۱۴۰۱ لمریز کال کې د هېواد په کچه په بېلابېلو برخو کې۳۹۳ پروژې بشپړې شوي چې څه باندې ۵۰۰ میلیون افغانۍ لګښت راغلی چې ټول لګښت د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق (یونیسف) له لوري ورکړل شوی دی.

د هغه په خبره، له دې ډلې په ۲۶ ولایتونو کې د پاکو اوبو رسولو ۱۰۴ پروژې هم بشپړې شوې چې له امله يې یو میلیون او ۴۴۷ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شوي دي.

هغه زياته کړه، د هېواد په کچه د یونیسف په مالي ملاتړ د یو میلیارد او ۲۵۰ میلیون افغانیو په ارزښت د پاکو اوبو رسولو په ۳۸۳ پروژو کار روان دی چې په بشپړېدو سره به يې شپږ میلیون او ۷۰۰ زره کسانو ته د څښاک پاکې اوبه برابرې شي.

login or register a new account.