منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۵:۲۶ غ.و
۱۵° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

ګردېز ښار کې د یوه سړک او یوې ودانۍ جوړولو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۳۹ کتنې

ګردېز (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د پکتیا مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز کې د ۶۳ میلیونه افغانيو په لګښت د یوه سړک او یوې حکومتي ودانۍ جوړولو چارې پيل شوې.

د ګردېز ښاروال مولوي سید نظیم مزمل پژواک خبري اژانس ته وویل، نن د دغه ښار په ختیځه څنډه کې د یو کیلومتر سړک جوړولو چارې پیل شوې.

هغه وايي، دغه سړک به د ۵۶ میلیونه افغانیو په لګښت چې د ښاروالۍ له انکشافي بودجې ورکول کېږي، د لسو میاشتو په موده کې جوړ شي.

هغه وویل چې یاد سړک دوه طرفه جوړېږي او غاړو ته یې ویالې هم په پام کې نیول شوې دي.

دغه راز مزمل زیاته کړه چې د عالمانو شورا ودانۍ لپاره د احاطوي دېوال چارې هم پیل شوې چې ۷ میلیونه افغانۍ لګښت به ولري.

هغه وويل چې دغه دېوال ٤٠٠ متره اوږدوالى او درې‌نيم متره جګوالى لري.

د ګردېز ښار اوسېدونکي د دغه ښار په ختیځه برخه کې د ښاروالۍ له خوا د نوي سړک جوړېدو هرکلی کوي.

د ګردېز د سراسري شورا مشر کرامت‌الله کرامت پژواک ته وويل: «د ښاروالۍ له دغه اقدمه هرکلی کوو چې نن يې د کرماشي سړک جوړولو چارې پيل کړې او له دولته زموږ غوښتنه دا ده چې د جوړولو په وخت کې دې کيفيت ته زياته پاملرنه وکړي.»

نوموړي له حکومته غوښتنه وکړه، هغو خلکو ته چې د دغه سړک مسیر کې يې ځمکې راځي او کورونه یې نړېږي، بديل ورکړي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه