منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۳۱ غ.و
۱۸° — په ټولو ولایتونو کې هوا
نیمه ورېځ · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

د کابل هوایي ډګر رییس: تېره میاشت له ۷۵ هېوادونو نږدې ۱۱ زره بهرنیان افغانستان ته راغلي

· ۲ دقیقې لوستل · ۲۹۳ کتنې · تازه شوی

کابل (پژواک، ۱۱ زمری ۱۴۰۲): د کابل نړۍوال هوايي ډګر کې د شاوخوا ۲۲۸ زره ډالرو په لګښت دوه پروژې بشپړې او پرانیستل شوې او د دوو نوو پروژو کارونه پیل شول.

د باختر اژانس د خبر له مخې، په دغو پروژو کې د خیبر څلورلاره چې د ۷۰ زره ډالرو په لګښت د «سوپر کولا» شرکت له خوا جوړه شوې ده او دغه راز د کابل هوايي ډګر عمومي دروازه چې د نږدې ۳۰ زره ډالرو په لګښت د «هریرود» ساختماني شرکت په مالي مرسته جوړه شوې ده، نن پرانیستل شول.

د کابل نړۍوال هوايي ډګر رییس مولوي عبدالهادي محمد وایي چې د ۷۰ زره ډالرو په لګښت د کابل نړۍوال هوايي په خارجي ترمینل کې د برقي زینو جوړولو چارې هم پیل شوې چې لګښت یې د «کام ایر» هوايي شرکت ورکوي.

سرچینې زیاته کړې، دغه راز د حضرت مصطفی (ص) په نوم جومات د بنسټ ډبره کېښودل شوه.

هغه وایي، دغه جومات په ۱۰۴ متره مربع ساحه کې د «ارو پټرولیم» شرکت په شخصي لګښت د ۵ میلیونه افغانیو په لګښت جوړېږي چې پر یو وخت د ۹۰ لمونځ کوونکو ځایولو وړتیا لري.

د کابل نړۍوال هوايي ډګر رییس له هغو شرکتونو مننه وکړه چې د دغو پروژو په تطبیق کې یې ونډه اخیستې ده.

د هغه د معلوماتو له مخې، اوسمهال د کابل نړۍوال هوايي ډګر له لارې هره میاشت شاوخوا ۱۰۰ زره کسان تګ راتګ کوي چې له دې ډلې څه باندې ۶۰ زره یې بهرنیان دي.

دغه راز، له دغه هوايي ډګره هره ورځ تر ۳۰ پروازونه ترسره کېږي او یوازې په تېره میاشت کې له ۷۵ هېوادونو ۱۰ زره ۷۰۰ بهرنیان هېواد ته راغلي دي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه