ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پکتیکا څلورو ولسوالیو کې د څښاک اوبو پر ۴۰ څاګانو بمبې نصب او د ۴۰ نورو ترمیم شوې

د پکتیکا څلورو ولسوالیو کې د څښاک اوبو پر ۴۰ څاګانو بمبې نصب او د ۴۰ نورو ترمیم شوې

author avatar
27 Jul 2023 - 18:51
د پکتیکا څلورو ولسوالیو کې د څښاک اوبو پر ۴۰ څاګانو بمبې نصب او د ۴۰ نورو ترمیم شوې
author avatar
27 Jul 2023 - 18:51

ښرنه (پژواک، ۵ زمری ۱۴۰۲ ‎): پکتيکا کې مسوولین وایې، د دغه ولایت په پنځو ولسوالیو کې د شاوخوا ۴۸ میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو ۸۰ لاسي بمبې رغېدلي او د یوې شبکې د جوړېدو چارې پیل شوې دي.

د پکتيکا د کلیو پراختیا او بیارغونې رییس مولوي خان‌محمد احمد پژواک خبري اژانس ته وویل، په ګومل، برمل، زېړوک او اورګون ولسوالیو کې ۴۰ بمبې جوړې شوې او ۴۰ نورې ترمیم شوې دي.

هغه زیاته کړه، د بمبو یاده پروژه د ۴۵ میلیونه افغانۍ په لګښت د سیکا موسسې په مالي ملاتړ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست له خوا بشپړه شوې ده.

نوموړي دغه راز وویل، د یونیسف موسسې په مرسته د یاد ریاست له خوا په مټاخان ولسوالۍ کې د څښاک اوبو یوه شبکه جوړېږي چې پرون یې چارې پیل شوې.

login or register a new account.

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.