منځپانګې ته تلل
پنجشنبه ۲۹ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۳:۰۶ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۹° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

پلخمري کې د ۱۴،۵ ميليون افغانيو په لګښت د يوه سړک جوړولو چارې پيل شوې

· ۱ دقیقه لوستل · ۲۲۴ کتنې

پلخمري (پژواک، ۴ زمری ۱۴۰۲): د بغلان ولايت په مرکز پلخمري کې د ۱۴،۵ ميليون افغانيو په لګښت د درې کيلومتره سړک جوړولو چارې پيل شوې.

د بغلان والي مولوي عبدالرحمن حقاني د يادې پروژې پرانیست غونډې ته وويل، د دغه شان پروژو په پلې کولو سره حکومت غواړي د بيارغونې په برخه کې له خلکو سره خپلې ژمنې پوره کړي.

دغه راز د پلخمري ښاروال مولوي عبدالطیف مظلوم وویل، د ښاروالۍ له بودجې څخه يې نن په دويمه او درېيمه ناحيې په مربوطاتو کې د ۱۴،۵ ميليونه افغانيو په لګښت د درې کيلومټره سړک جوړولو چارې پيل کړې.

هغه وويل، د دغه سړک په جوړېدو سره به له يوې خوا ګڼه ګوڼه کمه شي او بل پلو به په دې برخه کې د خلکو ستونزې هم هوارې شي.

دغه راز، د پلخمري ښار یوه اوسېدونکي رحمت‌الله پژواک ته وويل، دغه سړک ولايتي روغتون ته غځېدلى خو ډېر خراب و چې تګ راتګ پرې ستونزمن و.

هغه هيله څرګنده کړه چې د دغه سړک په جوړېدو سره به ناروغان پر وخت روغتون ته رسېږي.

د دغه سړک د جوړېدو چارې په داسې حال کې پيلېږي، تر دې مخکې د پلخمري ښار هټۍوالو نيوکه کړې وه چې ښاروالۍ ماليه ټولوي خو خلکو ته اړين خدمات نه وړاندې کوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه