Language

Don't you have an account with Pajhwok Afghan News?

Click here to subscribe.

ننګرهار کې د وچکالۍ د مخنيوي لپاره چيک ډيمونه جوړېږي

جلال‌اباد (پژواک، ٨ زمری ۱۴۰۲): د ننګرهار ولايت د سينديزې حوزې مسوولين وايي، د وچکالۍ د مخنيوي لپاره هڅه کوي چې په دغه ولايت کې لسګونه واړه چيک ډيمونه (د اوبو بندونه) جوړ کړي.

هغوی وايي، په ۲۲ ولسواليو کې يې د یادو چيک ډيمونو د جوړېدو سروې کړې، ځايونه يې په نښه کړي او هڅه روانه ده چې مرستندويه ادارې د دغو چيک ډيمونو د جوړېدو لپاره عملي کار وکړي.

مسوولين دغه راز وايي، په کوټ ولسوالۍ کې د جاپان (پي اېم اس) موسسې په همکارۍ د يو چیک ډيم او کانال د جوړېدو کارونه عملاً پيل کړي چې په راتلوونکي کال به سلګونه جريبه شاړې ځمکې خړوبې کړي.

بلخوا د ننګرهار اوسېدونکي هم د چيک ډيمونو د جوړېدو غوښتنه کوي او وايي که دغه چاره پر وخت ترسره نه شي، ننګرهار به له وچکالۍ سره مخ شي.

د شينوارو ولسوالۍ يو اوسېدونکي وارث خان په دې اړه پژواک ته وويل، د تېرو کلونو په پرتله سږکال په دغه ولايت کې وچکالي ډېره شوې او د دغې ولسوالۍ ډېرو کاریزونو او څاګانو کې اوبه وچې شوې دي.

هغه زياته کړه: «موږ ټول کال په کرنيزو ځمکو کې خواري وکړو چې د حاصل وخت راشي، اوبه وچې شي، فصلونه مو وسوځي.»

دغه راز د اچين ولسوالۍ يو اوسېدونکی چمن ګل هم غوښتنه کوي چې حکومت بايد د اوبو واړه بندونه جوړ کړي.

دی وايي: «زموږ سيمه کې يوه ډېره ښه ساحه شته چې د چيک ډيم لپاره مناسبه ده، هم به ورسره اوبه مهار شي او هم به د ځمکې لاندې اوبه پرېمانه شي.»

دغه راز د ننګرهار د خوږياڼو ولسوالۍ د مملې سيمې يو اوسېدونکی عرفان الله وايي، دغه سيمه کوم سيند يا بند نه لري، ويالو کې د سپين غر اوبه راځي خو د کال ټولو فصلونو کې دغه اوبه نه وي.

هغه زياتوي، خلکو د اوبو واټرپمپونه جوړ کړي چې د لمريزې برېښنا په وسيله اوبه راباسي خو دغه چاره عامو خلکو ته په زيان ځکه ده چې د ځمکې لاندې اوبه ورسره کمېږي.

بلخوا د ننګرهار د سينديزې حوزې ساحوي انجینر محمدنعیم شینواری وایې، د دغه ولايت په بېلابېلو ولسواليو کې يې د کوچنیو بندونو سروې یې کړې او همدارنګه تازه په کوټ ولسوالۍ کې د یوې همکارې موسسې په مرسته چک ډیم جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.

شینواری زیاتوي: «د ننګرهار سیندیزه حوزه په پام کې لري چې د ننګرهار په ۲۲ ولسوالیو کې هغه سیمو کې چې اړتیا لیدل کیږي د اوبو چک ډیمونه جوړ کړي، په دې سره به د اوبو سطحه لوړه شي او دغه راز د جاپان موسسې هم د سیندیزې حوزې سره په همکارۍ د سپین غر ولسوالۍ په لمنو کې د چک ډیمونو جوړیدو لپاره هڅې ګړندۍ کړي دي.»

چيک ډيمونه يا د اوبو کوچني بندونه د غرونو لمنو او دښتو کې د ورښتونو د اوبو ذخیرې په موخه جوړېږي چې بيا د کال په نورو وختونو کې کروندګر د ځمکو خړوبولو لپاره ګټه ترې اخلي او ترڅنګ يې د ځمکې لاندې اوبو د زياتوالي سبب هم ګرځي.

دغه راز کارپوهان وايي، د چيک ډيمونو بله ګټه د سيلابونو مخنيوی هم دی چې هر کال افغانستان کې خلکو ته ډېر مالي او ځاني زيانونه اړوي.

GET IN TOUCH

SUGGEST A STORY

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

PAJHWOK MOBILE APP

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.