فېروزکوه کلتوري موسسه د کابل مرادخاني کې «کابل قدیم رسټورانټ» رغوي
د فېروزکوه کلتوري موسسې له خوا د «کابل قدیم رسټورانټ» بیارغولو چارې پیل شوې چې په اتو میاشتو کې به بشپړې شي.
د فېروزکوه کلتوري موسسې له خوا د «کابل قدیم رسټورانټ» بیارغولو چارې پیل شوې چې په اتو میاشتو کې به بشپړې شي.
د سړک جوړولو د دوو افغاني شرکتونو له خوا په اساسي بڼه د شمالي او جنوبي سالنګ د ۸۰ کیلومتره ویجاړ شوي سړک د بیارغولو چارې پیل شوې.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ په مربوطاتو کې نن د کرنې او خوړو نړۍوال سازمان په مالي لګښت د ۶۱۷ زره امریکايي ډالرو په لګښت د ۱۴ چکډیمونو جوړېدو چارې پيل شوې.
د غزني ښاروالي وایي، د دغه ولایت د دویمې امنیتي حوزې اړوند د قلعهیعقوب غیرپلاني سیمه یې په پلاني سیمو کې شامله کړې، څو د یاد ښار اساسي پراختیا ته لاره هواره شي.
د بلخ يو شمېر اوسېدونکي وايي، د خواجه ابونصر پارسا تاریخي جومات ځينې برخې د تېرو جګړو پر مهال ويجاړې شوې دي چي حکومت يې بايد ورغوي.
د پکتیکا یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولایت د «پلتو» بند درېدلي کارونه بېرته پیل کړي. د دغه بند جوړولو چارې د تېر نظام پر مهال پيل شوې وې خو له…
د لوګر د کلیو پراختیا او بيارغونې ریاست وایي، د ملګرو ملتونو د ماشومانو ملاتړ صندوق/UNICEF له لوري د دغه ولایت په خروار ولسوالۍ کې د شاوخوا نهه میلیون افغانیو په لګښت د څښاک اوبو…
د میدانوردګو د سیداباد ولسوالۍ اړوند توپ دښته کې د پولیسو تعلیمي مرکز ته وارداتي برېښنا وصل شوه.
د غزني په دهیک ولسوالۍ کې یوه ځوان هوډ کړی چې د خپلې سیمې جناباد لومړني ښوونځي لپاره په خپل مټ او شخصي لګښت ودانۍ جوړه کړي.
ځایي چارواکي وایي، د نورستان په کامدېش ولسوالۍ کې د اوبو رسونې یوې شبکې جوړولو چارې پيل او بلخوا بیا د بدخشان په شهربزرګ ولسوالۍ کې د کرنیزو اوبو لپاره شپږ ذخیرې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د بامیان سیمهییز مسوولین وايي، په دغه ولایت کې د څه باندې ۹۰۰ زره ډالرو په لګښت د ۱۳ پرمختیایي پروژو کار پیل شوی دی.
د مزارشریف - شبرغان ښارونو ترمنځ د ګاز نللیکې غځولو پروژې عملي چارې د ۶۰۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې. د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې…
د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت په بادپښ ولسوالۍ کې د ۳۱ ميليونه افغانيو په ارزښت د څلورو رغنیزو پروژو کارونه پیل شول.
د هېواد شمالختیځو ولایتونو ځينو اوسېدونکو د ورسج – پنجشېر سړک چارو پر درېدو اندېښنه ښيي او وایي، که څه هم د دې پروژې ۹۰ سلنه کارونه شوي، خو له دوو کلونو راهیسې یې چارې…
د غور یو شمېر اوسېدونکي او ځايي مسوولین د جام منار پر بد وضعیت اندېښنه ښيي او وايي، دغه منار د مخکني نظام د بېغورۍ او طبیعي پېښو لهامله د چپه کېدو له ګواښ سره…
د اوبو او برېښنا وزارت وایي، د کابل په خاکجبار ولسوالۍ کۍ د امیرغازي بند پاکولو چارې پیل شوې او د دې پروژې په بشپړېدو سره به دوه زره هکټاره ځمکه خړوبه شي.
د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د مچلغو بند پاتې کارونه دې بشپړ کړي.
د فاریاب ځایي سرچینې وایي چې د دغه ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې د ۲۰ میلیون افغانیو په لګښت د یوې څلورلارې جوړولو چارې پیل شوې. د اندخوی ښاروال داملا عتیقالله کریمي پژواک خبري اژانس…
د کونړ د وټهپور ولسوالۍ اړوند د «دهوز» سیمې خلک چې د موټرو تګ راتګ لپاره هېڅ لار نه لري، اوس یې د یوه عمومي اشر په پیلولو سره په خپل شخصي لګښت د ۲۵ کیلومټره سړک جوړولو چارې پیل کړې دي.
د زابل په شاهجوی ولسوالۍ کې د سرې میاشتې له خوا یو کلینیک چې ناروغانو ته به وړیا خدمات وړاندې کوي، جوړ شو. افغاني سرې میاشتې نن (د چنګاښ ۵مه) په یوه ټويټ کې لیکلي،…
د هلمند ځايي مسوولین وايي، نن د دغه ولایت په مارجې ولسوالۍ کې د یونیسف له خوا د نږدې ۷ میلیون افغانیو په لګښت ۲۴۹ کورنیو ته د څښاک پاکو اوبو شبکه جوړه شوه. د…
د سمنګان یوه سوداګر چې په دې وروستیو کې یې دغه ولایت کې د ۷۰۰ زره امریکایي ډالرو په لګښت یو معیاري تفریحي پارک او یو جومات جوړ کړی وایي، هوډ لري چې نورې ټولګټې پروژې هم پلې کړي.