ژبه

د مزار- شبرغان ګاز نللیکې غځولو پروژې چارې پیل شوې

مزارشریف (پژواک، ۱۷ چنګاښ ۱۴۰۲): د مزارشریف - شبرغان ښارونو ترمنځ د ګاز نللیکې غځولو پروژې عملي چارې د ۶۰۹ میلیون افغانیو په لګښت پیل شوې.

د بلخ ولایت مقام د رسنیو او معلوماتو مرکز په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، نن (شنبه) د کانونو او پټرولیم سرپرست وزیر شهاب‌الدین دلاور او د څو نورو چارواکو په ګډون له جوزجان ولایت څخه د بلخ کوډ و برق ته د ګاز ۹۵ کیلومټره نللیکې غځولو پروژې چارې پیل شوې.

خبرپاڼه زیاتوي، د یادې پروژې د پیل په مراسمو کې شهاب‌الدین دلاور وویل، یاده پروژه له ۵۲ کلونو وروسته یو ځل بیا عملي کېږي چې د جوزجان د خواجه ګردک له سیمې د بلخ ولایت تر کوډ برق پورې د ۹۵ کیلومتره په اوږدوالي غځېږي.

هغه زياته کړه، دا پرژوه د ۶۰۹ ميلیون افغانیو په لګښت د درېیو کلونو په موده کې بشپړیږي.

د هغه په وینا، د یادې پروژې ټول لګښت د افغانستان سرپرست حکومت له بودجې ورکول کېږي.

دلاور دا هم وویل چې د یاد پاپ‌لین له بشپړېدو وروسته به د کوډ و برق فابریکې کارونه لا چټک شي او کوښښ کوي چې د مزارشریف ښار ټولو کورونو ته د همدې نللیکې په وسیله ګاز ورسوي.

خبرپاڼې د بلخ د والي محمدیوسف وفا له قوله لیکلي، د یادې پروژې ټولې چارې د داخلي انجنيرانو پر مټ ترسره کېږي او د کوډ و برق فابریکې ترڅنګ به جین ګلاس، غضنفر ګروپ او څو نورو فابریکو ته هم یاد ګاز ورسوي، څو د دغو فابریکو فعالیتونه چټک شي.

د هغه په خبره، د اسلامي امارت ټول مسوولین دې ته ژمن دي چې ټولې نیمګړې پروژې بشپړې او د هېواد د ابادۍ لپاره نوې پروژې عملي کړي.