ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

«حکومت دې د مچلغو بند پاتې کارونه بشپړ کړي»

«حکومت دې د مچلغو بند پاتې کارونه بشپړ کړي»

author avatar
3 Jul 2023 - 17:04
«حکومت دې د مچلغو بند پاتې کارونه بشپړ کړي»
author avatar
3 Jul 2023 - 17:04

ګردېز (پژواک، ۱۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د پکتیا یو شمېر اوسېدونکي له حکومته غوښتنه کوي چې د مچلغو بند پاتې کارونه دې بشپړ کړي.

هغوی زیاتوي چې اوس په هېواد کې بشپړ امنیت تامین دی نو حکومت باید بېخ‌بینايي تاسیساتو جوړولو ته پاملرنه ډېره کړي.

د دغه ولایت د احمدابا ولسوالۍ اوسېدونکي او قومي مشر حاجي عمرګل پژواک خبري اژانس ته وویل، اوس په هېواد کې امنیت تامین دی نو حکومت دې د مچلغو بند چارې بېرته پيل او بشپړې کړي.

هغه زیاته کړه: «مچلغو بند د پکتيا لپاره یوه حياتي پروژه ده او خلکو يې پخوا هم په وار وار د جوړېدو غوښتنه کړې ده، اوس هم له حکومته د ټولو خلکو هيله او غوښتنه دا ده چې د دغه بند چارې دې بېرته پيل شي.»

د پکتیا د مرکز ګردېز اوسېدونکی عزیزالله هم وايي، د مچلغو بند چارې نږدې لس کاله مخکې پيل شوې خو د بېلابېلو دلایلو له امله نه دي بشپړې شوې.

هغه وویل، اوس امنیت تامین دی او حکومت ته اسانه ده چې دا بند په ډېرې اسانۍ سره جوړ کړي.

دی وايي، د دغه بند جوړېدل ډېرې ګټې لري؛ له یوې خوا به شاړې ځمکې تر اوبو لاندې شي او له بلې خوا به د برېښنا د تولید لپاره زمینه برابره شي.

بلخوا، د پکتیا مسوولین وايي چې د مچلغو بند جوړولو لپاره د ډونر په لټه کې دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ رییس قاضي ثواب جان اسلام‌یار پژواک ته وویل: «پر مچلغو بند سربېره به نور واړه بندونه هم جوړ شي او دا په کاري لومړیتوبونو کې دي.»

هغه زیاته کړه، والي او نورو چارواكو دوه ورځې مخکې د مچلغو بند د تېرو کارونو ارزونې په موخه یادې سیمې ته سفر وکړ.

دی وايي: «د پکتيا رهبري د مچلغو بند جوړولو په موخه د ډونر پيدا کولو په لټه کې ده او هيله لري چې د دې بند لپاره بودجه پيدا او چارې يې پيل شي.»

د یادونې ده، څو ورځې مخکې د اوبو او برېښنا وزارت سرپرست مولوي عبدالطیف منصور پکتیا ته د سفر پر مهال پژواک ته ويلي وو چې د بندونو جوړول د حکومت لومړیتوب دی.

هغه وویل: «د بندونو جوړول او د اوبو مهارول د اسلامي امارت له لومړيتوبونو څخه دي چې اوس مهال د هېواد په يو شمېر ولايتونو کې د اوبو بندونو جوړول او سروې روانې دي او د مچغلو بند ته هم د بودجې پيدا کولو په هڅه کې يو او ځينو ډونرانو وعدې هم راسره کړې دي.»

نوموړي وويل، د مچلغو بند دېرش سلنه چارې ترسره شوې او په جوړېدو سره به يې ۲۳۰۰ جريب ځمکه خړوبه شي او ۸۰۰ کيلوواټه برېښنا به هم توليد کړي.

دی وايي، پکتيا کې د اوبو او برېښنا يو شمېر وړو بندونو جوړولو سروې‌ګانې هم روانې دي او په اړه به یې له رسنيو سره پر وخت معلومات شريک کړي.

د يادونې ده، مچلغو بند د پکتيا ختيځ کې د احمدابا ولسوالۍ کې موقعیت لري چې د جوړېدو چارې یې پخوا د نړۍوال بانک د ۲۲ میلیون ډالرو په مالي ملاتړ پيل شوې وې چې اوس يې کارونه نیمګړي پاتې دي.

Views: 1461

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.