بلخ کې د ۲۲ پراختیایي پروژو عملي چارې پیل شوې
د بلخ مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، د ٢٢٠ ميليون افغانيو په لګښت يې د ٢٢ پروژو عملي چارې پيل کړې دي. د مزارشریف ښاروال مولوي نقیبالله طارق د لېندۍ په اتمه پژواک ته وويل،…
د بلخ مرکز مزارشریف ښاروالۍ مسوولین وایي، د ٢٢٠ ميليون افغانيو په لګښت يې د ٢٢ پروژو عملي چارې پيل کړې دي. د مزارشریف ښاروال مولوي نقیبالله طارق د لېندۍ په اتمه پژواک ته وويل،…
د کندهار ښار د درېیمې او څلورمې ناحیو ترمنځ له «احمدولي خان څلورلارې» تر «ده خواجه مانده» پورې د غځېدلي سړک- چې ۱۱۷۰ متره اوږدوالی او ۱۵ متره پراخوالی لري- پخولو چارې پيل شوې. د…
د پکتيا په مرکز ګردېز کې د ٣٥٠ زره امريکايي ډالرو په لګښت د يوه دارالايتام او مدرسې جوړولو چارې پيل شوې.
د کور او ښارجوړولو وزارت سرپرست وایي، هندي پانګهوال دې په افغانستان کې د ښاري سکټور او مسکن برخو، په ځانګړې توګه نوي کابل ښارګوټي پروژه کې پانګونه وکړي. د کور او ښار جوړولو وزارت…
د غزني د جغتو ولسوالۍ په پایین سرترګان سیمه کې د عامو خلکو له خوا په خپل شخصي لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.
د سمنګان په خلم ولسوالۍ کې د ۶۹ میلیون افغانیو په لګښت، د یوه ۵۰ بستریز روغتون د جوړېدو چارې بشپړ شوې او نن د عامې روغتیا وزارت د مسوولینو او سیمهییزو چارواکو له خوا پرانیستل شو.
د غزني ښاروالۍ له لوري په غزني ښار کې د ۱۲،۵ میلیونه افغانیو په لګښت د بیارغونې دوې پروژې پيل شوې چې په کې د کوڅو پخول او د ښار پر ځینو واټونو د څراغونو نصبول شامل دي.
د کندهار په معروف ولسوالۍ کې د پنځوس متره سړک او ارغنداب ولسوالۍ کې د یوه کانال جوړولو چارې پیل شوې.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار په درېیمه ناحیه کې د نږدې اووه میلیون افغانیو په لګښت د یوه پارک جوړېدو چارې پيل شوې او په پنجشېر کې بیا د څلور میلیون افغانيو په ارزښت یوه پروژه بشپړه شوه.
د اروزګان د مرکز ترینکوټ ښاروالۍ مسوولین وايي، د ښار د هغو سړکونو رغولو چارې پيلوي چې د کلونو په تېرېدو زیانمن او خراب شوي دي.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ښاروالۍ له لوري د ۱۱ اعشاريه ۳۴ ميليون افغانيو په لګښت د ۱۱۸۵ مترو په اوږدوالي يو سړک جوړ شو.
د هلمند ولایت د ځینو سیمو او ولسوالیو اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په تېرو جګړو کې د ښوونځيو تخريب شوې ودانۍ دې بېرته ورغوي.
خوست کې د کوچيانو روغتيايي کلينيک چې چارې يې د تېر حکومت له ړنګېدو سره نيمګړې پاتې وې، د ځايي اوسېدونکو په مالي لګښت بشپړې او پرانیستل شو.
د کندهار ښاروال وايي، سږ کال یې د بودجې ډېره برخه پرمختیايي چارو او د بیارغونې کارونو ته ځانګړې کړې چې د کندهار ښار د مهمو برخو د تخریب شوو سړکونو رغول هم په کې شامل دي.
د کندهار د میوند ولسوالۍ په بند تېمور، جګروم او کلا ښامیر کلیو کې له ۲۲ کلونو وروسته د کرنې په برخه کې ځینې پروژې پلې او ګټي اخیستنې ته وسپارل شوې.
د کندوز ولایت د قلعهزال ولسوالۍ یو شمېر اوسېدونکي د دغې ولسوالۍ د قلعهزال او اقتپې سیمې ترمنځ د ویجاړ شوي لوی پله د بېرته جوړېدو غوښتنه کوي.
د میدان وردګو په چک او نرخ ولسوالیو کې د سويډن کمېټې او د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (UNHCR) له خوا پرون د ۲۴ میلیون، ۳۳۶ زره افغانيو په ارزښت پنځه عامالمنفعه پروژې بشپړې او ګټې اخيستنې ته وسپارل شوې.
د کونړ ولایت اوسېدونکي له حکومته غواړي چې د تېر نظام د نیمګړو پروژو کارونه دې بشپړ کړي.
د غور سیمهییز مسوولین د فیروزکوه ښار په شاوخوا سیمو کې د ۱۰ کیلومتره سړک او ۴۱ پلګوټو جوړولو د کار پیلېدو خبر ورکوي او وایي، له دغو پروژو څخه ۲۴ زره کورنۍ په مستقیم…
په خوست ښار کې د ١،٧ ميليون امريکايي ډالرو په لګښت د ١٧ بېلابېلو پراختيايي پروژو چارې پيل شوې.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار د د ويمې ناحیې اړونده سيمه کې د یوه جمنازیوم د بنسټ ډبره کېښودل شوه .
د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ اوسېدونکي وايي چې په تېرو شلو کلونو کې په دې ولسوالي هيڅ يوه پروژه نه ده پلې شوې او حکومت له پامه غورځولې ده.
د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۹ اعشاريه ۴ ميليونه افغانيو په لګښت يو فرعي سړک جوړ او د خلکو پر مخ پرانیستل شو. چارواکي وايي، د شپږمې ناحيې اړوند د غرفو بازار…
د خوست د موسیخېلو ولسوالۍ د غلانګ په سيمه کې د ځايي اوسېدونکو په شخصي لګښت د هغه لوی پول د جوړېدو چارې پيل شوې چې تېرې دوه لسيزې د هغوی يوه له اساسي غوښتنو وه.