ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د هلمند اوسېدونکي: حکومت دې په جګړو کې ویجاړ شوي ښوونځي بېرته ورغوي

د هلمند اوسېدونکي: حکومت دې په جګړو کې ویجاړ شوي ښوونځي بېرته ورغوي

author avatar
23 Nov 2022 - 15:59
د هلمند اوسېدونکي: حکومت دې په جګړو کې ویجاړ شوي ښوونځي بېرته ورغوي
author avatar
23 Nov 2022 - 15:59

لښکرګاه (پژواک، ۲ لېندۍ ۱۴۰۱ ): د هلمند ولایت د ځینو سیمو او ولسوالیو اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په تېرو جګړو کې د ښوونځيو تخريب شوې ودانۍ دې بېرته ورغوي.

د دغه ولایت د پوهنې ریاست وايي، همدا اوس د ۳۶ ښوونځيو د ترمیم چارې روانې دي.

د یاد ولایت د نادعلي ولسوالۍ د چاه‌انجیر اوسېدونکي احمد خان پژواک خبري اژانس ته وویل، د تېرو جګړو پرمهال د دوی په سیمو کې د ځينو ښوونځيو ودانۍ ویجاړې شوې دي او ترمیم ته اړتیا لري.

د یاد ولایت د مارجې ولسوالۍ د لويې څلورلارې اوسېدونکي علي‌احمد هم پژواک ته وویل: «زموږ د ولسوالۍ مرکزي لېسې ودانۍ هم د تېرو جګړو پرمهال په بشپړه ډول ورانه شوې او بیارغونې لپاره يې تراوسه اقدام نه دی شوی.»

ده له حکومته وغوښتل چې په مارجه کې دې د نویو ښوونځيو جوړولو ترڅنګ، د پخوانیو ښوونځيو تخريب شوې ودانۍ هم بېرته ورغوي.

د هلمند د سنګین ولسوالۍ د مرکز اوسېدونکي نورعلي هم وویل، په تېرو جګړو کې د یادې ولسوالۍ مرکزي لېسې او په ځینو نورو سیمو د ښوونځيو ودانۍ تخریب شوې او حکومت تر اوسه د بېرته رغونې لپاره یې اقدام نه دی کړی.

ده زیاته کړه چې په تېرو وختونو کې د هلمند پوهنې برخې ته ډېره پاملرنه نه ده شوې او اوس حکومت باید دې برخې ته پاملرنه ډېره کړي.

د نادعلي ولسوالۍ د چاه انجیر عالي لېسې یوه زده‌کونکي نصیب‌الله وویل: «د هلمند د پوهني ریاست دې په تېرو جګړو کې د ښوونځيو تخریب شوې ودانۍ بېرته ورغوي.»

ده وویل چې پوهنه د یوه هېواد راتلونکی تضمینوي او حکومت باید په ټول هېواد په ځانګړې توګه هلمند کې دې برخې ته ډېره پاملرنه وکړي؛ ځکه په تېرو کلونو کې چارواکو د دغه ولایت پوهنې برخه له پامه غورځولې وه.

بلخوا، د هلمند د پوهنې رییس مولوي محمدعوض انصاري وايي، د ملګرو ملتونو له ماشومانو د ملاتړ صندوق (یونیسف) په همکارۍ په دغه ولایت کې د ۳۶ ښوونځيو د ودانیو ترمیم چارې روانې دي.

ده زیاته کړه، د ځينو ودانیو د ترمیم چارې بشپړې شوې او نورې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي.

Visits: 162

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.