جلالاباد (پژواک، ۲۸ لړم ۱۴۰۱): د ننګرهار په مرکز جلالاباد ښار کې د ۹ اعشاريه ۴ ميليونه افغانيو په لګښت يو فرعي سړک جوړ او د خلکو پر مخ پرانیستل شو.
چارواکي وايي، د شپږمې ناحيې اړوند د غرفو بازار يو کيلومتر کانکریټو سړک او دواړو خواوو ته د ويالو رغولو دغه چارې په څلورو مياشتو کې بشپړې شوې.
د يادې پروژې د پرانيستې پرمهال د جلالاباد ښاروالۍ د تخنيکي او سکتوري چارو رييس انجنير دوست محمد چهارديوال وویل، دا سړک او ویاله د ښاروالۍ پر داخلي عوايدو جوړ شوي دي.
هغه زياته کړه، د سږ کال لپاره يې ۱۴ پروژې پلان کړې، د هغې له ډلې یوه دا هم وه چې نن پرانیستل شوه او نږدې ورځو کې به نورې ورته پروژې هم په بېلابېلو ناحیو کې پيل شي.
د هغه په وينا، یاد سړک یو کیلومتر اوږدوالی، ۷ متره سور او دوه کیلومتره ویاله دواړو طرفو ته لري، چې ۹،۴ میلونه افغانۍ په لګښت د څلورو میاشتو په موده کې چارې بشپړې شوې.
د جلالاباد ښاروال ملا نعمتالله اخند د سیمې له خلکو مننه وکړه چې د پروژو په ښه تطبیق کې یې له ناحیې سره هر راز همکاري او وخت په وخت یې ترې څارنه کړې ده.
نوموړي ژمنه وکړه چې دا او دې ته ورته نورې د بیارغونې پروژې په پام کې لري او ژر به یې ولس د کار د پيل شاهدان اوسي.
بلخوا نوموړي پر ولسونو هم غږ وکړ چې د عوایدو په راټولېدو، صفایې او نورو برخو کې ښاروالۍ سره همکارې وکړي، څو د خپلو داخلي عوایدو پر مټ دغه ډول پروژې پلې شي.
په ورته مهال، د سیمې اوسېدونکو له جلالاباد ښاروال څخه مننه وکړه چې د دوی غوښتنه یې ومنله او دغه سړک او ویاله یې ورته په اساسي ډول جوړ کړل.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.










