ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د غزني په جغتو کې ځايي خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه کړه

د غزني په جغتو کې ځايي خلکو په شخصي لګښت د یوه ښوونځي ودانۍ جوړه کړه

غزني )پژواک، ۶ لېندۍ ۱۴۰۱): د غزني د جغتو ولسوالۍ په پایین سرترګان سیمه کې د عامو خلکو له خوا په خپل شخصي لګښت د يوه ښوونځي ودانۍ جوړه شوه.

دغه ښوونځی چې په ۷۰۰ متره مربع ځمکه کې په پاخه او اساسي ډول په یو پوړ کې جوړ شوی، ټولټال ۸ درسي او اداري خونې لري. پر دغې ودانۍ شاوخوا پنځه ميلیونه افغانۍ لګښت راغلی چې د یادې سیمې د اوسېدونکو له لوري ورکړل شوی او د جوړېدو چارې يې هم د شپږو میاشتو په موده کې بشپړې شوې دي.

د یادې سیمې یوه قومي مشر او استازي حسن رضا خاکي پژواک خبري اژانس ته وویل، د لېسه پایین سرترګان ښوونځي زده‌کوونکو تر دې وړاندې په خېمو او یا تر شنه اسمان لاندې زده‌کړې کولې چې د باران پر مهال به یې ښوونځی رخصت و او د ګرمۍ په وخت کې به بیا د ونو تر سیورو لاندې زده‌کړې کولې.

ده زیاته کړه: «زموږ په سیمه کې یوه بله لېسه ده، شپېته کاله وړاندې جوړه شوې، یو ځل روسانو بمبار کړه، د تېر حکومت په وخت کې موږ هر کال د خېمو ګدايي ورته کوله، له زیاتو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو.»

د نوموړي په خبره، د دغه ښوونځي شاوخوا ته شل کلي دي، په زرګونو زده‌کونکي لري، دې ښوونځي پخوا هېڅ ډول اسانتیاوې نه درلودې، خو بیا هم زده‌کوونکي او استادان راتلل او تر شنه اسمان لاندې پر ښوونه بوخت وو، خو اوس به د دغې سیمې زده‌کوونکي د ودانې له اړخه ستونزه ونه لري.

په ورته مهال، د دغې لېسې یوه زده‌کوونکي غلام سنایي له پژواک خبري اژانس سره په خبرو کې وویل، په بې‌سرپناه ښوونځي کې یې ګڼې ستونزې ګاللې او په وینا یې زده‌کړه‌ييز چاپېریال یې دې ته برابر نه و چې په ډاډه زړه ښوونځي ته تللي وای، خو اوس د دې ودانۍ په جوړېدو سره به یو څه ډاډمن شي.

د سيمې د استوګنو په وینا، له بدمرغۍ د خلاصون يوازينۍ لاره پر زده‌کړو سمبالېدل دي چې د همدې لپاره يې ماشومانو ته د ليک لوست زمينه برابره کړې ده.

د پایین سري ترګان ښوونځي مدیر پژواک ته وویل، پخوا تر دې دغه ښوونځي سرپناه او ودانۍ نه لرله او اوس یې د ودانۍ ستونزه حل شوه، خو په نورو برخو کې لا هم ډېرې ستونزي لري.

نوموړي زیاته کړه، اوس هم په دغه ښوونځي کې اوبه او درسي لوازم نشته او استادان کم دي چې په وینا یې دغه ستونزې يې په وار وار له پوهنې ریاست سره شریکې کړې، خو تر اوسه يې چا په اړه اقدام نه دی کړی.

له بلې خوا، د غزني ولایت پوهنې ریاست مسؤولین بیا د یادې سیمي له خلکو مننه وکړه چې د پوهنې په برخه کې یې قدم پورته کړی دی.

د پوهنې رئیس مولوي محمد منیر منصور پژواک اژانس سره په خبرو کې د غزني له نورو ولسونو هم غوښتنه وکړه چې د سرترګان سیمې د خلکو په څېر دې دوی هم خپلو اولادونو ته د زده‌کړو په برخه کې زمينې برابرې کړي .

دی زياتوي، د غزني په بېلابېلو سیمو کې ډېری ښوونځي معیاري ودانۍ نه لري او د سرپناه نشتون ګڼ شمېر زده‌کوونکي له ستونزو سره مخامخ کړي دي.

د هغه په خبره، پوهنې وزارت له غزني مېشتو سره ژمنه کړې چې د ښوونځیو د سرپناه په برخه کې به همکاري کوي او تمه شته چې ګڼو زده‌کوونکو ته به د زده‌کړو مناسب چاپېریال برابر کړي.

یاده دي وي چې د یادې سیمې خلکو څه موده مخکې هم د لومړي ځل لپاره یو روغتیایې مرکز په خپل شخصي لګښت جوړ کړی و.

Visits: 199

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.