منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۲۸ اکتوبر ۲۰۲۶ · کابل ۲:۵۳ غ.م
۷° — په ټولو ولایتونو کې هوا
صاف · ↑۱۸° ↓۶°
د هوا کیفیت: منځنی
غړي

غور کې د ۱۰ کیلومتر سړک او ۴۱ پلګوټو د جوړولو چارې پیل شوې

· ۲ دقیقې لوستل · ۱۸۹ کتنې

فیروزکوه (پژواک، ۳۰ لړم ۱۴۰۱): د غور سیمه‌ییز مسوولین د فیروزکوه ښار په شاوخوا سیمو کې د ۱۰ کیلومتره سړک او ۴۱ پلګوټو جوړولو د کار پیلېدو خبر ورکوي او وایي، له دغو پروژو څخه ۲۴ زره کورنۍ په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه اخلي.

د غور د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح‌الله غوثي‌زاده نن د یادو پروژو د پرانیستې په مراسمو کې پژواک خبري اژانس ته وویل: «د فیروزکوه ښار په بهاري علیا کلي کې د ۱۰،۶۴۰ کیلومتر خامه سړک، ۴۱ پلچکونو او ۵۰ متره استنادي دیوالونو د جوړولو چارې پیل شوې.»

د سرچینې د معلوماتو له مخې، د دغو پروژو لګښت څه باندې ۲۱ میلیون افغانیو ته رسېږي چې د کلیو پراختیا او بیارغونې وزارت د ساحوي انسجام پروګرام له لوري د بهاري علیا کلي له شورا سره په همغږۍ پلې کېږي.»

نوموړي په ډاګه کړه چې د یادو پروژو په پلې کېدو سره لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره شوې او دغه‌راز ۲۴ زره کورنۍ ترې په مستقیم او غیر مستقیم ډول ګټه اخلي.

هغه زیاته کړه، دغه پروژې به د نقشې مطابق پر مخ لاړې شي، له ښه کیفیته به برخمنې وي او د پروژې په جریان کې به ترې جدي څارنه وشي.

له بلې خوا، د فیروزکوه ځيني اوسېدونکي د یادو پروژو له پیلېدو خوښ دي او وایي چې په پلې کېدو سره به یې په سیمه کې د خلکو تګ راتګ برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

د بهاري کلي یوه اوسېدونکي عبدالرحیم شیرزاد پژواک ته وویل: «موږ د مسوولینو له پاملرنې مننه کوو، د دې لپاره چې دغه لاره ډېره خرابه وه، موږ د تګ راتګ پرمهال له ډېرو ستونزو سره مخ وو، کله چې دغه پروژه ګټه اخیستنې ته وسپارل شي، زموږ ستونزې ورسره هوارېږي.»

د یادې لارې یو موټرچلوونکی فرید هم وایي د دغې پروژې په بشپړېدو سره به هغوی خپلې موخې ته په کم وخت کې، په اسانۍ او له تخنیکي ستونزو پرته ورسېږي.

د دغې پروژې کارونه په داسې حال کې پیلېږي چې د یاد ولایت مسوولین په فیروزکوه ښار کې د ۴ میلیون افغانیو په ارزښت د کانالونو تحکیمولو، څارنې او ساتنې څلورو نورو پروژو د کار پېلېدو خبر ورکوي.

غړي

You need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.

اړوند خبرونه

ټول بيارغونه