«راشد د کرکټ خان» کتاب چاپ شو
د هېواد د وتلي لیکوال او ژورنالېست جعفر هاند نوی کتاب «راشد د کرکټ خان» چاپ او بازار ته عرضه شو.
د هېواد د وتلي لیکوال او ژورنالېست جعفر هاند نوی کتاب «راشد د کرکټ خان» چاپ او بازار ته عرضه شو.
د کندهار چارواکو له خلکو غوښتنه کړې چې د یکشنبې په ورځ دې ټول کاروبارونه بند کړي او په لویه عیدګاه کې دې په استسقاء لمانځه کې ګډون وکړي.
د فوټبال فدارسیون له لوري په کابل کې «د رسنیو جام» په نوم د فوټسال سیالۍ د المپیک کمېټې د نشراتو لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د ارشاد، حج تو اوقافو وزارت وایي، په پام کې لري چې پلازمینې کابل او ولایاتو کې د حج لپاره د نوم لیکنې پروسه پیل کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سپارښتنه کړې چې رسنۍ دې په خپرونو کې د نورو ژبو د اصطلاحاتو او کلمو له کارولو ډډه وکړي، برېښنایي ټولیزې رسنۍ دې پنځه وخته اذان خپور کړي او خصوصي راډیو تلوېزیونونه دې اسلامي اصول او د افغانستان ملت ارزښتونه او رواني امنیت پام کې ونیسي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت د هنر او فرهنګ معین مولوي عتیق الله عزیزي وایي، اسلامي امارت هېڅکله پر کتابونو سانسور نه لګوي؛ خو د هغو کتابونو چې د زهر په ډول جوړ شوی او په کې د افغانانو ترمنځ د تفرقه اچونې او د سمتي، لساني او نورې لانجې د بیا راپورته کولو هڅې شوې دي؛ مخه یې نیسي.
د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي، چې د خوست ځایي مسوولینو لخوا د «نن» په نامه خصوصي راډیو تړل شوې ده، خو مسوولین وایي چې دا حقوقي مسله ده.
د امر بالمعروف، نهی عنالمنکر او شکایتونو اورېدلو وزارت یوه پلاوي چې سمنګان ته سفر کړی ویلي، خلک پرته له وېرې د اسلامي امارت له مسوولینو شکایت کولای شي.
د غزني یو شمېر اوسېدونکي او فرهنګیان وايي، په دغه ولایت کې ځینې تاریخي ابدې د ویجاړېدو له ګواښ سره مخ دي او زیاتوي چې حکومت دې یې ساتنې او بیارغولو ته جدي پاملرنه وکړي.
د کورنیو چارو وزارت سرپرست سراجالدین حقاني وایي، حکومتي وياندويان باید له ټولو دولتي او خصوصي رسنيو سره ښه همغږي ولري او اړوند معلومات پر وخت ورسره شریک کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست مولوي خیرالله خیرخوا فراه ولایت کې یوې ولسي غونډې ته ویلي چې دغه وزارت د رسنیو ملاتړ ته ژمن دی او د دولتي رسنیو په څېر دې خصوصي رسنیو ته هم سوداګریز اعلانات ورکړل شي.
د لوګر د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وایي چې د دغه ولایت په محمداغې ولسوالۍ کې «له یتیمانو د ملاتړ بنسټ» په همکارۍ له شاوخوا زر ځوانانو د سیرتالنبي ازموینه واخیستل شوه.
د هېواد د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزیر مولوي خیرالله خیرخواه هرات ته د سفر په ترڅ کې د دغه ولایت له تاریخي ګودامونو د لیدنې پر مهال د هرات تاریخي ابدو پر بیارغونه او ساتنه ټینګار وکړ.
د خوست يو شمېر فرهنګیان او اوسېدونکي له حکومته د دغه ولايت د موزيم لپاره د يوې ودانۍ جوړولو غوښتنه کوي.
د کونړ ځیني اوسېدونکي له حکومته غواړي چې په دغه ولایت کې د یو شمېر تاریخي ابدو د بیارغونې پروژې چې د تېر حکومت پر مهال پیل شوې وې، بشپړې کړي.
د خبریالانو نړۍوال فدراسیون وایي، په ۲۰۲۳ زېږدیز کال کې په ټوله نړۍ کې د یوولس ښځینه خبریالانو په ګډون ۱۲۰ خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
د افغان خبریالانو د ملاتړ سازمان ویلي چې په پاکستان او ایران کې لسګونه افغان خبریالان له بد وضعیت سره مخ دي، له ملګرو ملتونو او نورو نړۍوالو سازمانونو یې غوښتي دي چې ددوی د کډوالۍ قانوني بهير ته لومړيتوب ورکړي او هم ورسره اقتصادي مرستې وکړي.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد افغانستان کې د خبریالانو او رسنیو د وضیعت په اړه د خبریالانو مرکز کلنی راپور رد کړ او وایي، په رسنیو هېڅ ډول فشارونه نشته او په ازاد ډول فعالیت کوي.
د افغانستان خبریالانو مرکز په خپل کلني راپور کې ویلي، په ۲۰۲۳ کال کې د خبریالانو او رسنیو له حقونو د سرغړونې ثبت شوې قضیې د ۲۰۲۲ کال په پرتله د کمیت له پلوه د پام وړ کموالی ښيي، خو د کیفیت او جوړښت له پلوه هیڅ بدلون نه دی لیدل شوی.
د بدخشان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولین وايي چې په روان کال کې د دغه ریاست فني او تخنیکي ټیم د بدخشان ولسوالیو ته سفر کړی او ۱۷ تاریخي ابدې او لرغونې سیمې یې پېژندلې دي.
د لغمان پوهنتون د ژورنالېزم پوهنځي محصلینو لپاره د عملي زدکړو په موخه د یوې راډیو پرانسته وشوه.
دایکنډي کې مسوولین او یو شمېر ځوانان وايي چې په دې وروستیو کې دغه ولایت کې د دینې زدهکړو د لسګونه مدرسو په جوړېدو سره د عصري علومو ترڅنګ له دینې زدهکړو سره هم د ځوانانو لېوالیتا ډېره شوې ده.
د افغانستان د امربالمعروف او نهی عنالمنکر وزارت وايي، د اسلامي حکمونو پلي کول د الله (ج) حکم دی، نه د اسلامي امارت او هر ډول بندیزونه لګول اسلامي امارت له خپلو موخو نه شي ګرځولای.