د کویټ حکومت په سویډني ژباړه د قرانکریم سل زره نسخې چاپوي
د کویټ حکومت کابینې قرانکریم ته د سپکاوي په غبرګون کې په سویډني ژباړه د قرانکریم سل زره نسخو چاپولو او په سویډن کې د وېشلو اعلان کړی دی. د تېر لوی اختر په لومړۍ…
د کویټ حکومت کابینې قرانکریم ته د سپکاوي په غبرګون کې په سویډني ژباړه د قرانکریم سل زره نسخو چاپولو او په سویډن کې د وېشلو اعلان کړی دی. د تېر لوی اختر په لومړۍ…
د لغمان چارواکي وایي، د دغه ولایت په مرکز مهترلام ښار کې د دوه سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت يو کتابتون جوړ او ګټې اخېستنې ته وسپارل شو.
د امر بالمعروف او نهي عنالمنکر وزارت مسوولین په هېواد کې د ښځینه سینګارتونونو د فعالیت منع کېدو لاملونه سینګارتونونو کې د اسراف موجودیت، د مصنوعي وېښتانو کارول او د ښځو د وريځو ایستل په ګوته کړل چې په وينا يې، دا ټول د شريعت له نظره جايز نه دي.
یو شمېر خلک او د تفریحي ځایونو مسوولین له اسلامي امارته غواړي چې نجونو او ښځو ته دې د شریعت په چوکاټ او اسلامي حجاب په رعایتولو سره تفریحي ځایونو ته د تلو اجازه ورکړي.
د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست چارواکي وایي، رسنيزو سرغړونو او د خبريالانو ستونزو ته د رسېدنې په موخه د رسني سرغړونو مخنیوي کمېټې فعاليت پيل کړ. د لوګر د اطلاعاتو او کلتور ریاست…
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت وایي، له مکې مکرمې د افغان حاجیانو د راستنېدو بهیر پیل شوی او د هغوی لومړۍ الوتکه به نن ماسپښین شاوخوا یوه بجه کابل ته راورسېږي.
د سرپل ځايي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې ۷ نوي تاریخي ځایونه کشف او د اطلاعاتو او کلتور وزارت له خوا ثبت شوي دي.
د اسلامي همکاریو سازمان وايي، قرآنکریم ته د سپکاوي پېښو د تکرار د مخنیوي لپاره اقداماتو ته اړتیا ده چې باید ترسره شي.
د حج خطیب ډاکټر یوسف د حج په خطبه کې وویل چې د اسلامي لارښوونو له مخې، کوم شی چې د نفرت لامل کېږي، له هغه څخه باید ځان لرې وساتل شي. دا په داسې…
د بدخشان سیمهییز مسوولین وايي، روان کال د ګرځندوی لپاره ښه کال و او لسګونو بهرنیو سیلانیانو د دغه ولایت له سیاحتي ځایونو او جاذبو څخه لیدنه کړې ده.
پکتیکا کې مسوولین وايي، د دغه ولایت په خوشامند ولسوالۍ کې د کوشاني دور یوه مجسمه چې له دوه زره کلونو ډېره تاریخي مخینه لري، موندل شوې ده. د پکتیکا د اطلاعاتو او کلتور رییس…
د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د مڼې ګل ۲۱مه کلنۍ دودیزه مشاعره تېره شپه د هېواد په کچه د مشهورو شاعرانو او ګڼ شمېر مینهوالو په شتون کې ترسره شوه. دغه مشاعره تېره…
د ترانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، په ۸۹ الوتنو کې د اتو ماشومانو په ګډون څه باندې ۳۰۳۱۶ کسان د حج فريضې اداء کولو لپاره سعودي عربستان ته انتقال شوي دي.
ننګرهار کې د رنګين ماښام په نوم مشاعره او ادبي محفل جوړ شو چې په کې د دغه ولايت ليکوالانو، شاعرانو او د شعر او ادب مينهوالو برخه اخیستې وه.
د ارشاد، حج او اوقافو سرپرست وزیر د حج بهیر د څارنې او ارزونې او د اسلامي هېوادونو د حج او اوقافو وزیرانو په کنفرانس کې د ګډون لپاره حرمینو شریفینو ته ولاړ.
ځینې خبریالان وایي، یو شمېر همکاران یې له اقتصادي ستونزو سره مخ شوي، خو د رسنیو ملاتړو بنسټونو ورسره مرسته نه ده کړې او په دې برخه کې د «فساد دوسیې» دې وڅېړل شي. خو…
د افغان خبریالانو خوندیتوب کمېټې او په پاکستان کې د پاک - افغان خبریالانو ټولنې په پاکستان او نورو هېوادونو کې د جلاوطنه افغان خبریالانو ستونزو د حل په موخه هوکړه لاسلیک کړه.
د بغلان د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست وايي، د يوې تازه سروې له مخې، په دغه ولایت کې ۵۳ نور ځایونه هم د تاریخي سیمو په توګه ثبت شوي دي.