میدانښار (پژواک، ۲ چنګاښ ۱۴۰۲): د میدان وردګو په چک ولسوالۍ کې د مڼې ګل ۲۱مه کلنۍ دودیزه مشاعره تېره شپه د هېواد په کچه د مشهورو شاعرانو او ګڼ شمېر مینهوالو په شتون کې ترسره شوه.
دغه مشاعره تېره ورځ ماسپښين درې بجې پیل شوه چې د شپې تر ناوخته یې دوام وکړ.
د ملي ټلويزیون مشر احمدالله وثیق د مشاعرې په پیل کې وویل، شاعران باید په خپلو شعرونو کې خلک هېوادپالنې او ملي یووالي ته راوبولي او په ولسونو کې د ورورګلوۍ فضا رامنځته کړي.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د خپرونو مرستیال مهاجر فراهي په یاده سیمه کې د مڼې ګل دودیزې مشاعرې جوړولو ستاینه وکړه او ترڅنګ یې وویل، دوی د هغو لیکوالو کتابونه وړیا چاپوي چې د امارت له پاليسۍ سره برابر وي او د چاپ توان یې ونه لري.
د مڼې ګل دودیزې مشاعرې بنسټګر سید مصطفی حماس وویل، دوی له نن څخه ۲۱ کاله مخکې د دې مشاعرې بنسټ د چک ولسوالۍ په دارالایتام (دشت لنګر) سیمه کې کېښود او موخه یې د ځوانو لیکوالو هڅونه او د پټو استعدادونو رابرسېره کول و.
هغه وویل: «خوښ یم چې له دوو لسیزو ناخوالو وروسته یو ځل بیا په دې مشاعره کې له ګڼ شمېر شاعرانو او هېوادوالو سره ګډون کوم.»
په مشاعره کې د هېواد مشهورو شاعرانو په خپلو شعرونو کې د هېوادپالنې ترڅنګ د دغه ولایت د ځانګړې مشهورې مېوې (مڼې) ستاینه وکړه.
د منې ګل مشاعرې بنسټ له نن څخه ۲۱ کاله پخوا په چک ولسوالۍ کې اېښودل شوی چې د امنيت د نشتوالي له امله ډېری وخت د ولایت په مرکز میدانښار کې ترسره کېده. دغه مشاعره تېر کال په جلرېز او سږ کال په چک ولسوالۍ کې ترسره شوه.
غړيYou need to subscribe to view the full article. Please login or register a new account.








