ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د افغانستان او سعودي سترې محکمې: د راتلونکې اونۍ چهارشنبه به لوی اختر وي

د افغانستان او سعودي سترې محکمې: د راتلونکې اونۍ چهارشنبه به لوی اختر وي

author avatar
19 Jun 2023 - 00:33
د افغانستان او سعودي سترې محکمې: د راتلونکې اونۍ چهارشنبه به لوی اختر وي
author avatar
19 Jun 2023 - 00:33

[restrict paid=”true”]

اټلانټا (پژواک، ۲۸ غبرګولی ۱۴۰۲): د سعودي عربستان سترې محکمې اعلان کړی چې د ذی‌الحجې میاشت ولیدل شوه نو په دې حساب به د راتلونکې اونۍ سه‌شنبه عرفه او چهارشنبه به د لوی اختر لومړۍ ورځ وي.

سعودي رسنیو د غبرګولي په ۲۸مه خبر ورکړی چې نن یکشنبه له ماښام وروسته د دغه هېواد په ختیځه سیمه سدیر کې ګڼو  کسانو د ذی‌الحجې میاشت ولیده.

سرچینې زیاته کړې، په دې اساس د راتلونکې اونۍ سه‌شنبه (د جون ۲۷مه/ د چنګاښ ۵مه) به د عرفې ورځ او چهارشنبه (د جون ۲۸مه/ د چنګاښ ۶مه) به د لوی اختر ورځ وي.

بلخوا د افغانستان سترې محکمې هم اعلان کړی چې د میاشتې لیدلو کمیسیون ته د ذی‌الحجې میاشتې لیدلو شهادتونه رسېدلي نو په دې اساس دوشنبه به د ذی‌الحجې میاشتې لومړۍ نېټه او د راتلونکې اونۍ چهارشنبه به لوی اختر وي.

د نړۍ میلیونونه مسلمانان د حج فریضې ادا کولو په موخه سعودي ته رسېدلي او د ذي‌الحجې په اتمه د دوشنبې په ورځ د حج د مناسکو له پیل سره به د منی پر لور روانيږي، دوی به هلته شپه کوي او په سبا (سه شنبه) د حج د ستر رکن عرفې ادا کولو په موخه د عرفات میدان ته ځانونه رسوي.

[/restrict]

Views: 149

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.