مجاهد: پنجشېر کې د مسعود قبر ته نږدې د ځینو کسانو د اتڼ انګېزه معلوموو
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په پنجشېر کې د مسعود قبر ته نږدې د ځینو کسانو اتڼ او سندرې د حکومت تګلاره نه ده.
د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وایي، په پنجشېر کې د مسعود قبر ته نږدې د ځینو کسانو اتڼ او سندرې د حکومت تګلاره نه ده.
د پاکستان حکومت په رسمي توګه سه شنبه کوچنی اختر اعلان کړی، خو وزیرستان کې یکشنبه او پښتونخوا کې دوشنبه اختر کیږي. د پاکستان د میاشتې د لیدلو کمیسیون ( هلال کمیټي) نن د…
نن د پلازمېنې کابل په ګډون په ټولو ولایتونو کې د کوچني اختر لمونځ د امن په فضا کې ادا شو.
د کوچني اختر لمونځ د اسلامي امارت د مشر شيخ هبةالله اخندزاده په امامت د کندهار په مرکزي عیدګاه کې ادا شو.
د افغانستان سترې محکمې اعلان کړی، چې د شوال میاشت په بیلا بیلو ولایتونو کې لیدل شوې، او یکشنبه به د کوچني اختر لومړۍ ورځ وي. د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد د…
د پکتيا ولايت د ديني عالمانو شورا د يوې غونډې په ترڅ کې له سرپرست حکومت نه غوښتنه وکړه چې د نجونو ښوونځي دې پرانېزي.
کابل کې د مطبوعاتو د نړیوالې ورځې په مناسبت جوړه شوې ناسته کې افغانستان کې د رسنیو پر وضعیت اندېښنه څرګنده شوه او له چارواکو وغوښتل شول چې د رسنیو په اړه کړیو ژمنو ته ژمن پاتې شي.
د اطلاعاتو او کلتور وزارت له رسنیو غوښتي، ټول هغه سوداګریز اعلانونه چې سیاسي، امنیتي یا ټولنیز اړخ ولري، له خپرولو مخکې دې له یاد وزارت سره شریک کړي.
د ننګرهار ولایت د درېيمې پلې لواء په انګړ کې د استقلال په نوم يوې نوې راډيو خپرونې پېل کړې.
د ارشاد، حج او اوقافو وزارت اعلان کړی چې په بازار کې د غنمو ورځني نرخ له مخې سږکال د صدقه فطر (سرسایې) منځنۍ اندازه ۹۵ افغانۍ ده؛ خو له دې زیاتې اندازې ورکولو کې اجر او ثواب ډېرېږي.
د ملګرو ملتونو د زده کړو، علمي او فرهنګي سازمان (یونسکو) په پام کې لري چې په افغانستان کې د سواد زده کړې پروګرام بیا پیل کړي.
د غور سيمه ييز مسوولين وايي، د دغه ولايت په مرکز کې د يوه روژه خوړونکي تشهيرولو پېښه د امربالمعروف او نهى عن المنکر ادارې پورې تړاو نه لري.
د هرات د تاریخي ابدو د ساتنې مسوولین وایي، د یاد ولایت ځیني تاریخي ابدې د ډېرې لرغونتیا او پراختیا لرلو له امله د له منځه تلو له ګواښ سره مخ دي.
چارواکي وايي، د غزني موزیم د یو شمېر هغو تاریخي اثارو رغونه یې پیل کړې چې د وخت په تېرېدو زیانمن شوي وو.
په پکتیکا کې په یوه تازه ګام کې د علماوو ولایتي شورا جوړه شوه چې د چارواکو په وینا، دنده یې په نظام کې د شرعي نیمګړتیاوو له منځه وړل او د ولس او دولت تر منځ اړیکې ټینګول دي.
د حج او او قافو وزارت مسوولین وایي چې سعودي عربستان تر اوسه د افغان حاجیانو د تګ په تړاو له دوی سره کوم رسمي سند نه دی شریک کړى. د سعودي دولتي اژانس (واس)…
مخابراتو وزارت وايي چې ۱۳۳ رسنۍ د فریکونسیو د جواز نه تمدید له امله شاوخوا ۲۰۲ میلیون افغانۍ پوروړې دي، امنیتي ارګانونه باید د هغو نشراتي فعالیت د رسنیو د جوازونو تر تمدید بورې بند کړي.
د بلخ مرکز مزارشریف ښار کې د يوه خيريه بنسټ له لوري د روژې مياشتې تر پايه هره ورځ درې زرو کسانو ته روژه ماتې ورکول کېږي.
کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت اعلان کړی چې سږ کال به له ټولې نړۍ څخه یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کوي. دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا…
نورستان ولایت ته کلونه وروسته دوه بهرني سیلانیان ورغلي او د دغه ولایت له لرغونو سیمو یې لیدنه کړې ده.
په زابل ولایت کې د علماوو ولایتي شورا رسماً خپل کارونه پیل کړل چې د چارواکو په وینا، د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان له مخې ګومارل شوې ده.
په کندهار کې د ملت غږ په نوم یوې سیمه ییزې راډیو مسوول بسم الله وطندوست چې د سرپرست حکومت د استخباراتو له خوا نیول شوی و، نن ماښام ناوخته خوشی شو. نوموړی لس ورځې…
کابل (پژواک، ۱۷ وری ۱۴۰۱) په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) په دغه هېواد کې له رسنیو او خبریالانو خپل ملاتړ اعلان کړی دی. په کابل کې د یوناما دفتر د وري په ۱۷مه پخپله ټویټرپاڼه کې…
په داسې حال کې چې په جوزجان ولایت کې ځینې غږیزې، انځوریزې او چاپي رسنۍ له مالي ستونزو شکایت کوي، خو په شبرغان ښار کې د ترکیې په مالي ملاتړ یوې راډیو فعالیت پیل کړ.