ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

سعودي: سږ کال به یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کوي

سعودي: سږ کال به یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کوي

author avatar
9 Apr 2022 - 07:42
سعودي: سږ کال به یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کوي
author avatar
9 Apr 2022 - 07:42

کابل (پژواک، ۲۰ وری ۱۴۰۱) د سعودي عربستان د حج او عمرې وزارت اعلان کړی چې سږ کال به له ټولې نړۍ څخه یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کوي.

دا په داسې حال کې ده، چې د کرونا له امله په تیرو دوو کلونو کې له سعودي دننه څخه یواځې څو زره کسانو د حج فریضه ادا کوله.

د سعودي دولتي اژانس ( واس) د حج او عمرې ورات د خبرپاڼې په حواله خبر ورکړی چې راتلونکي حج کې به له سعودي او نورو هیوادونو څخه یو میلیون مسلمانان د حج فریضه ادا کوي.

سرچینې زیاته کړې، دوی ډیره هڅه کوي چې له ټولې نړۍ څخه زیات نه زیات مسلمانان په ښه فضا کې د حج مراسم ترسره او د نبوي ص له زیارت څخه لیدنه وکړي.

د سعودي د حج او عمرې ورات ویلي چې د زیارت کوونکو امنیت او روغتیا دوی ته ډیر ارزښت لري او غواړي چې دا مراسم په ښه فضا کمې ترسره شي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې د راتلونکي حچ مراسمو کې به د اړوندو هیوادونو د سهمیې سره سم مسلمانان ګډون کوي.

د حج او عمرې وزارت ویلي، هغه کسان چې د حج فریضه ادا کوي، عمرونه یې باید له ۶۵ کلونو څخه کم او د کرونا واکسین یې کړی وی.

دغه وزارت زیاته کړې، کوم کسان چې له نورو هیوادونو سعودي ته د حج فریضې لپاره راځي، باید د کرونا منفي د پي سي ار ټسټ له خانه سره ولري.

سعودي ویلي چې زیارت کوونکي باید ددوی د روغتیا وزارت لارښوونو باندې عمل وکړي ، څو سالمه روغتیا ولري.

د یادونې وړ ده چې تر کرونا مخکې له ټولې نړۍ څخه دوه میلیونه مسلمانانو د حج فریضه ادا کوله، او د افغانستان سهمیه ۳۰ زره کسان وو، خو دا چې اوس شمیره یو میلیون ته راټیټه شوې، تر اوسه دافغانستان د حج او اوقافو وزارت د خپلې سهمیې په اړه څه نه دي ویلي.

Visits: 153

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.