منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۷ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

کاپیسا کې یو دیني عالم وژل شوی

د کاپیسا امنیه قومانداني وايي چې د دغه ولایت د کوهستان په دویمه حصه ولسوالۍ کې یو دیني عالم وژل شوی دی. د کاپیسا امنیې قوماندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز پژواک خبري اژانس ته وویل: «د…

غړي

د پاکستان له زندانونو ۳۳ افغانان خوشي شول

د افغانستان د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت وایي، ۳۳ افغانان چې د قانوني اسنادو نه لرلو له امله پاکستان کې نیول شوي وو، ازاد او هېواد ته راستانه شول.

غړي

بلخ کې دوه وسله‌وال غله وژل شوي

د بلخ مسوولین وایي، د دغه ولایت د مرکز مزارشریف ښار اوومې امنیتي حوزې اړوند سیمه کې یې دوه وسله‌وال غله وژلي دي.

غړي

غزني کې د بچه‌بازۍ په تور شپږ کسان نیول شوي

د غزني امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز غزني ښار کې د بچه‌بازۍ په تور شپږ کسان نیول شوي دي. د غزني امنیې قوماندانۍ ویاند ابوخالد سرحدي پژواک خبري اژانس ته وویل چې…

غړي

سرپل کې یوې ناوې ځان‌وژنه کړې ده

د سرپل امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په سانچارک ولسوالۍ کې یوې نوې واده شوې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده. د سرپل امنیې قوماندانۍ ویاند دین‌محمد نظري وایي، تېره ورځ د دغه ولایت سانچارک ولسوالۍ…

غړي

پروان کې یوه کس خپل ورور وژلی

د پروان امنیه قومانداني وایي، تېره شپه د دغه ولایت د مرکز چاریکار ښار پنځمې حوزې سیمه که یوه کس خپل ورور وژلی دی.

فاریاب کې یوې پېغلې ځان‌وژنه کړې ده

د فاریاب سیمه‌ییزې سرچینې وایي، د دغه ولایت په پښتونکوټ ولسوالۍ کې یوې ۱۶ کلنې نجلۍ ځان‌وژنه کړې ده. د فاریاب امنیې قوماندانۍ له جنایي جرمونو سره د مبارزې مدیریت سرپرست او مرستیال داملا معاوض…

غړي

د ایران پوله‌ساتونکو پنځه افغانان وژلي

نیمروز کې یوه امنیتي سرچینه وایي، پنځه افغان ځوانان چې غوښتل یې ایران ته ولاړ شي، له افغانستان سره پر پوله د ایراني پوله‌ساتو له خوا پر ډزو وژل شوي او یو بل ټپي شوی…

کندهار کې یوه تنکي ځوان ځان‌وژنه کړې

د کندهار سیمه‌ییز چارواکي وایي، د دغه ولایت په ارغنداب ولسوالۍ کې یوه څوارلس کلن هلک ځان‌وژنه کړې ده. د کندهار د ارغنداب ولسوالۍ مرستیال مولوي عباس اخند پژواک خبري اژانس ته وویل، یاده پېښه…

یوناما: افغانستان کې د جمهوریت له سقوط وروسته نږدې ۳۸۰۰ ملکیانو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده

د ملګرو ملتونو مرستندوی دفتر (یوناما) وایي، په افغانستان کې د جمهوري نظام له سقوط وروسته په بریدونو او چاودنو کې ۳۷۰۰ ملکي وګړو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده. یوناما د ملکي تلفاتو په اړه دغه…

نور راپورونه