دایکنډي کې د نشهیي توکو د پروسس یوه کارخونه کشف او له منځه يووړل شوه
د دايکنډي د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولايت د اشترلي ولسوالۍ په «ده عروس» کلي کې د نشهيي توکو د پروسس يوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
د دايکنډي د امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېره ورځ د دغه ولايت د اشترلي ولسوالۍ په «ده عروس» کلي کې د نشهيي توکو د پروسس يوه کارخونه کشف او له منځه وړل شوې ده.
په بلخ کې يو سوداګر حاجي نبيالله -چې يوه اونۍ وړاندې تښتول شوى و- د انسانتښتوونکو له بنده خوشی شو.
د فاریاب امنیتي مسوولین وایي، د هغه شپون ۶۹ پسونه چې درې ورځې مخکې د دغه ولایت د مرکز مربوطاتو کې وژل شوی و، له دوو ماشومانو – چې اووه کلن او نهه کلن دي - ترلاسه شوي دي.
د استخباراتو ریاست وايي، د کابل ښار په ۱۷مه حوزه کې د انسانتښتوونکو پر یو پټنځای عملیاتو په پایله کې درې انسانتښتوونکي وژل شوي، یو نیول شوی او یو کس یې له بنده راخوشی شوی…
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، د رسنیزو سرغړونو او شکایتونو څېړنې کمېسیون د افغانالاصله فرانسوي خبریال مرتضي بهبودي موضوع پلټلې او جوته شوې چې هغه د رسنیزو فعالیتونو په تړاو نه دی نیول شوی.…
د کورنيو چارو وزارت وايي، پولیسو د نشهیي توکو یوه کارخونه په کابل ښار او دوه نورې په هلمند ولایت کې کشف کړې او ډېر نشه یي توکي یې ترلاسه کړي دي. د کورنيو چارو…
د خیبر پښتونخوا په لکي مروت او دیره اسماعيل خان سیمو کې تېره شپه پر پوليسو بمي چاودنه او وسلهوال برید شوی چې پکې شپږ پوليس ټپیان شوي دي. د امریکا غږ ډیوه څانګې لیکلي،…
د میدان وردګو امنیې قوماندانۍ له خوا د دغه ولایت د مرکزي زندان پر ساتونکو نوی یونیفورم ووېشل شو. د یاد ولایت امنیه قوماندانۍ پژواک خبري اژانس ته په رالېږلې خبرپاڼه کې ویلي، امنيه قوماندان…
د بامیان امنیتي مسوولین وایي، تېره پنجشنبه د دغه ولایت په کهمرد ولسوالۍ کې د درېيو ځوانانو جسدونه موندل شوي دي.
د پروان په مرکز چاریکار کې ناپېژاندو کسانو یو کس وژلی او بلخوا د دغه ولایت په جبلالسراج ولسوالۍ کې یو کس له ۵۸۰ ګرام چرسو سره نیول شوی دی.
د کندهار په سپين بولدک ولسوالۍ کې د تېر حکومت پر مهال د زابل د والي بسمالله افغانمل پر موټر په داسې حال کې تېل پاشل شوي او اور وراچول شوی چې زوی او ورور یې هم په کې سپاره وو.
د خوست یو شمېر اوسېدونکي له مسوولو حکومتي چارواکو په ښار کې د هغو امنیتي کسانو پر ګرځېدو د بندیز غوښتنه کوي چې په شخصي لباس کې وسلې ګرځوي.
د لوګر په محمداغې ولسوالۍ کې یو پنځلس کلن تنکی ځوان د نامعلومو کسانو له خوا د چاقو په وسیله وژل شوی دی.
د پروان امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې يې شپږ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نیولي دي.
د کورنيو چارو وزارت له نشهيي توکو سره د مبارزې مرستيال وایي، په ننګرهار ولايت کې سږ کال پر ۹۰۰۰ جريب ځمکه کرل شوي کوکنارو له منځه وړل شوي دي.
د بدخشان ولایت مسوولین وایي، یوه کس چې غوښتل یې په فیضاباد ښار کې د کابل بانک د ننوتلو دروازې ته څېرمه ځانمرګی برید وکړي، موخې ته له رسېدو مخکې وژل شوی دی.
د هلمند مرکز لښکرګاه ښار کې د قومي جرګې په منځګړيتوب د دوو کورنیو ترمنځ یو کلنه دښمني پای ته ورسېده.
په اروزګان کې د دولتي ځمکو د غصب مخنیوي کمېسیون وايي، له تېرو دوو میاشتو راهیسې یې د دغه ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۵۰۰ جریب دولتي ځمکه له غصب څخه خلاصه کړې ده.
امریکا اعلان کړی چې دوه پاکستاني وروڼه یې د ګوانتانامو له زندانه ازاد کړي او خپل هېواد ته یې استولي دي چې له دې سره په دغه زندان کې د بندیانو شمېر ۳۲ کسانو ته کم شوی دی.