Language

پکتيا کې چاودنې د یوې کورنۍ پنځو کسانو ته مرګ‌ژوبله اړولې ده

ګردېز (پژواک، ١٤ کب ١٤٠١): د پکتيا په څمکنيو ولسوالۍ کې د يوې مرمۍ چاودنې له امله د يوې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپيان دي.

د پکتيا د اطلاعاتو او کلتور رييس ثواب جان اسلاميار پژواک خبري اژانس ته وویل، نن له غرمې وروسته د څمکنيو ولسوالۍ د سليمانخېلو سيمې یوه کور کې يوې ناچاودلې مرمۍ چاودنه کړې چې له امله یې د یادې کورنۍ دوه کسان وژل شوي او درې نور ټپیان شوي دي.

نوموړى وايي چې په وژل شوو کې يوه ښځه او یوه ماشومه شامل دي.

هغه زیاتوي چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي او اوس تر درملنې لاندې دي.

د اسلام‌يار په خبره، یاده ناچاودلې مرمۍ ماشومانو د لوبو لپاره کور ته وړې وه.

د يادونې ده، له دې مخکې هم د افغانستان په بېلابېلو سيمو کې په ورته پېښو کې خلکو ته مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

Related Topics