کابل او سمنګان کې ۲۴ کسان د وسلهوالو غلاوو په تور نیول شوي
امنیتي سرچینې په کابل کې د وسلهوالو غلو د یوې ۳ کسیزې او په سمنګان کې د ۲۱ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي. د سمنګان امنیه قوماندان قاري احمدالله بدر وايي، امنیتي کسانو…
امنیتي سرچینې په کابل کې د وسلهوالو غلو د یوې ۳ کسیزې او په سمنګان کې د ۲۱ کسیزې ډلې د نیولو خبر ورکوي. د سمنګان امنیه قوماندان قاري احمدالله بدر وايي، امنیتي کسانو…
د افغانستان د ملي دفاع سرپرست وزیر مولوي محمدیعقوب مجاهد نويو فارغو افسرانو ته د وینا پر مهال په ډاګه کړې چې د افغانستان فضا اشغال ده. د ملي دفاع وزارت له خوا د کب…
د کابل امنیه قومانداني د کابل ښار د دولسمې امنیتي حوزې اړونده سیمه کې د یوه کس د وژلو په تور د یوې ښځې په ګډون د درېیو کسانو د نیولو خبر ورکوي.
پاکستان وایي، کابل ته تللي پلاوي یې د افغانستان سرپرست حکومت له چارواکو سره د ترهګرۍ او په ځانګړې توګه د ټيټيپي او داعش ډلو پر ګواښونو خبرې کړې دي.
د بلخ په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې څه باندې درې زره پولیسو ته د یونیفورم وېش لړۍ پیل شوه.
د زابل امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په شاهجوی ولسوالۍ کې یو صراف په مرموز ډول وژل شوی دی.
غزني کې د تصفیې کمېسیون د تورو ښیښو موټرو پر ګرځېدو بندیز لګولی او یوه اونۍ وخت یې ورکړی څو خلک د خپلو موټرو تورې ښیښې سپينې کړي.
د هرات امنیتي سرچینې وایي چې نن سهار په دغه ولایت کې له امنیتي ځواکونو سره نښته کې دوه وسلهوال غله ووژل شول.
د کابل امنيه قومانداني وايي، د کابل ښار دویمې امنیتي حوزې اړوند د موټرو په یوه تمځای کې د عامو خلکو په یو هایلکس ډوله موټر کې د چسپکي ماین چاودنه شوې، خو مرګژوبله نه لري.
د سرپل امنیې قوماندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په مرکز کې د قتل، اخلاقي فساد او نشهیي توکو کارونې په تور څلور کسان نیول شوي دي.
د ننګرهار د مرکز جلالاباد ښاروالۍ له لوري د ښار په ټولو هغو ځايونو کې د غصب شوو ځمکو راګرځولو کمپاين پيل شو چې خلکو پرې کورونه جوړ کړي او قانوني اسناد یې نه لري.
د تورخم کميسارۍ د کشف عمومي امر وايي، تورخم کې نن سهار د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ نښته شوې ده.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت له بېلابېلو سیمو څخه یې ۱۶ کسانو د مخدره توکو د قاچاق او پلور په تور نیولي دي.
چارواکي وایي، په تېرو څو ورځو کې د کندهار په ارغستان او تخته پل ولسوالیو کې پر ۱۲۰ جریبه ځمکه کرل شوي کوکنار د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه وړل شوي دي.
د بغلان د استخباراتو ریاست وايي، د دغه ولایت په مرکزي بغلان ولسوالۍ کې يې یوه اندازه وسلې او مهمات ترلاسه کړي دي.
د پکتیکا امنیه قومانداني وايي، د دغه ولایت په مټاخان ولسوالۍ کې یې ۲ زره کیلوګرامه ومان بوټي -چې هلمند ته قاچاق کېدل- ترلاسه کړي دي. امنیې قوماندانۍ په دې اړه د یوې خبرپاڼې په…
په کندهار کې د طلوع نیوز خبریال محمدیار مجروح د استخباراتو ادارې له خوا له پنځه ورځني توقیف وروسته نن (د سلواغې ۳۰مه) ازاد شو. هغه د تېرې چهارشنبې په ورځ د استخباراتو ریاست ته…
د فراه ښاروالي وايي، درې هغه جسدونه یې خاورو ته سپارلي چې څه موده مخکې په دغه ولایت کې مړه شوي وو او وارثان يې پيدا نه شول. د دغه ولايت د ښاروالۍ له لوري…
د بلخ حکومتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې ۱۴۶ ښارګوټي په غیرقانوني توګه وېشل شوي چې نن یې د راګرځولو چارې له ناصر خسرو ښارګوټي پیل شوې. د بلخ د عدلیې ريیس مولوي…
د اروزګان په مرکز ترینکوټ ښار کې هغه لسګونه دوکانداران نیول شوي او دوکانونه یې تړل شوي چې له خبرداري او ټاکلي ضربالاجل سره سره یې پر کلدارو راکړه ورکړه کوله. دوې اوونۍ مخکې په…
د بلخ استیناف محکمې رييس وايي، په روان کال کې له دوی سره څه باندې ۹ زره دوسیې ثبت شوې چې له دې ډلې د ۵۳۶۰ دوسیو په اړه پرېکړه شوې ده.