ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

د پښتونخوا په لکي مروت او دېره اسماعيل خان کې شپږ پولیس ټپیان شوي

د پښتونخوا په لکي مروت او دېره اسماعيل خان کې شپږ پولیس ټپیان شوي

author avatar
27 Feb 2023 - 09:36
د پښتونخوا په لکي مروت او دېره اسماعيل خان کې شپږ پولیس ټپیان شوي
author avatar
27 Feb 2023 - 09:36

کابل (پژواک، ۸ کب ۱۴۰۱): د خیبر پښتونخوا په لکي مروت او دیره اسماعيل خان سیمو کې تېره شپه پر پوليسو بمي چاودنه او وسله‌وال برید شوی چې پکې شپږ پوليس ټپیان شوي دي.

د امریکا غږ ډیوه څانګې لیکلي، د خیبر پښتونخوا لکي مروت ضلعې پوليسو ورته ويلي چې تېر ماښام د لکي تاڼې پولیسو پر یوه موټر – چې ګزمه یې کوله – د پخواني رېلوې سټېشن سره د ماين چاودنه شوې ده.

سرچینې لیکلي، په دې چاودنه کې د یوه قوماندان په ګډون څلور پولیس ټپیان شوي دي.

دغه راز سرچینې زیاته کړې چې بل بريد د شپې ناوخته په دیره اسماعیل خان کې د کولاچي پوليس سټېشن پر یوې پوستې برید کې دوه پوليس ټپیان شوي دي.

د سرچینې د څرګندونو له مخې، د پاکستاني طالبانو تحریک د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی او د څلورو پوليسو د مرګ‌ژوبلې دعوه یې هم کړې ده.

د یادونې ده، تېره ورځ د پاکستان د بلوچستان صوبې په بارکهان سیمه کې د ګڼې ګوڼې په يو بازار کې بمي چاودنه شوې چې څلور کسان په کې وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي وو.

Visits: 57

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.