ډیورنډ کرښې ته نږدې د پاکستاني ځواکونو په ډزو کې یو افغان ماشوم وژل شوی
د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له خوا په ډزو کې یو افغان ماشوم وژل شوی دی.
د پکتیکا ځایي چارواکي وایي، د دغه ولایت په برمل ولسوالۍ کې د پاکستاني ځواکونو له خوا په ډزو کې یو افغان ماشوم وژل شوی دی.
د پکتيا امنيتي مسوولین وايي، په دغه ولایت کې یو کس د ناپېژاندو وسلهوالو له خوا وژل شوی او پنځه کسان نور د بېلابېلو جرمونو په تور نیول شوي دي.
د بهرنیو چارو وزارت په بلغاریا کې د یو شمېر افغان کډوالو پر مړينه خواشيني ښودلې او پر افغانانو يې غږ کړی چې خپل ژوند دې له ناقانونه او قاچاقي لارو په خطر کې نه…
د بلخ امنیتي مسوولین وايي، د دغه ولایت په مرکز مزارشریف ښار کې یې د یو لړ عملیاتو په پایله کې یو ځوان د تښتوونکو له بنده راخوشی کړی دی.
په جرمني کې یوې محکمې هغه دوه افغان وروڼه پر عمري بند محکوم کړي چې خپله خور یې له دې امله وژلې وه چې ګواکې «عصري» ژوند کوي.
د کابل امنیه قومانداني وايي، د مخکنۍ ولسي جرګې د غړې مرسل نبيزاده او یوه ساتونکي وژلو په تور د هغې بل ساتونکی نیول شوی دی.
د هرات امنیتي مسوولین وایي چې په دغه ولایت کې یې یوه ښځه د خسره له کوره د پیسو د غلا په تور نیولې ده.
د رسنیو ځیني ملاتړي بنسټونه د «تمدن» خصوصي ټلوېزیون دفتر ته د امنیتي کسانو پر ننوتو او له کارکوونکو سره یې پر چلند نیوکه کوي، خو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت وایي، امنیتي کسان په سیمه کې د کورونو تلاشۍ پر مهال د ټلوېزیون دفتر ته هم دننه شوي خو له چا سره یې ناسم چلند نه دی کړی.
د بلخ امنیتي مسوولین وایي چې د دغه ولایت په چهارکنت ولسوالۍ کې یې د وسلو یوه زېرمه کشف او ترلاسه کړې ده.
د جوزجان امنیتي مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز شبرغان ښار کې یې یو کس د خپلې مور د وژلو په تور نیولی دی.
د هلمند حکومتي مسوولين وايي چې د دغه ولايت په مرکز او دوو ولسواليو کې د بېکيفته تېلو پلور له امله پنځه پمپ سټېشنونه تړل شوي دي.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د افغانستان قونسلګري وايي، د کراچۍ او د سیند صوبې له سکر لارکنه زندانونو ۲۰۰ افغان کډوال خوشي او افغانستان ته لېږدول شوي دي.
د رسنیو پر خپرونو د څار رئیس وایي، هغه «ښکنځلماران» چې د کابل هوايي ډګر سره یې ځينې خلک توهينول او ځانونه يې د نظام برخه ګڼله او هغه «مخربين» چې ترکيې ته د انتقال تخریبي اوازه يې خپره کړې وه، نیول شوي دي.
د امربالمعروف، نهي عنالمنکر او شکایتونو اورېدو وزارت وایي، په کندوز ولایت کې یې د یوې دولس کلنې نجلۍ د اجباري نکاح چې پنځوس کلن سړی ته ودېده، مخه نیولې ده.
پوليسو پروان کې يو "وسله وال غل" يو تن په قتل تورن او پنځه تنه نور د اسلامي امارت له کارتونو،،نشه يي توکيو او دوه ميله وسلو سره نيولي دي.
د لوګر ولايت امنيې قوماندانۍ مسوولین وايي، تېره شپه په برهکي برک ولسوالۍ کې يوه ۲۵ کلنه ښځه په مرموز ډول وژل شوې ده.
د استخباراتو عمومي ریاست وایي چې ځانګړو ځواکونو د کابل ښار په اتمه امنیتي حوزه کې د داعش ډلې پر یوه مهم پټنځای عملیات کړي چې په پایله کې د یادې ډلې درې غړي وژل شوي او بل یې نیول شوى دى.
د ننګرهار د استناف محکمې مسوولین وايي، روان کال په دغه ولايت کې د ۱۲ ښځو په ګډون ۳۰ کسانو ته تعزيري سزا ورکړل شوې ده.
د پښتون ژغورنې غورځنګ یمخکښ غړی او د پاکستان په پارلمان کې د سویلي وزیرستان د خلکو استازی علي وزیر له څه باندې دوو کلونو بند روسته خوشې شو. د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور…
په بادغیس ولایت کې دوه ځوانان د نامعلومو وسله والو لخوا وژل شوي او یوې پېغلې ځوان وژنه کړې ده. د بادغیس د امنیه قوماندانۍ ویاند ملا احمد جان حنظله د سلواغې په ۲۵مه،…
مزارشریف (پژواک، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۱) د بلخ امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو دوه کسان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي او په تړاو یې درې کسان نیولي. د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر قاري…