منځپانګې ته تلل
چهارشنبه ۱۱ نومبر ۲۰۲۶ · کابل ۱۰:۲۹ غ.و
۱۰° — په ټولو ولایتونو کې هوا
ورېځ · ↑۱۶° ↓۷°
د هوا کیفیت: منځنی
برخه

امنیت او جرمونه

۳۲،۰۲۸ راپورونه

راپورونه

له سیاسي بدلون وروسته کابل ښار کې له ۱۱۵ لارو او سړکونو امنیتي موانع لرې شوي

د کابل ښاروالۍ مسوولین وایي، له سیاسي بدلون وروسته یې د کابل ښار له ۱۱۵ اصلي او فرعي سړکونو، کوڅو او پلیو لارو امنیتي موانع لرې کړي او هغه لارې یې د خلکو پر مخ پرانیستې چې د تېر حکومت پر مهال چارواکو او زورواکو تړلې وې.

غړي

کویټه کې د ژیړۍ پر پخواني امنیه قوماندان برید؛ ورور یې وژل شوی خو دی او درې نور ملګري یې ټپیان دي

د ډیورنډ فرضي کرښې ها پلو، د بلوچستان ایالت په کویټه ښار کې د کندهار د ژیړۍ ولسوالۍ پر پخواني امنیه قوماندان بصیر اڅکزي وسله‌وال برید شوی چې ورور یې وژل شوی خو دی او درې نور ملګري یې ټپيان شوي دي.

ځیني کابل ښاریان: ټول امنیتي کسان باید یونیفورم ولري

یو شمېر کابل ښاریان وایي، اوس هم ځیني امنیتي کسان له یونیفورم پرته له وسلو سره په ښار کې ګرځي چې باید مخه یې ونیول شي، خو امنیه قومانداني وایي، دا هغه «مجاهدین» دي چې په نظام کې د ثبت او نوم‌لیکنې لپاره له ولایتونو کابل ته راځي او د دې پروسې په بشپړېدو به دا ستونزه حل شي.

نور راپورونه