ژبه

ایا له پژواک سره د ګډون حساب نه لرئ؟

د ګډون لپاره کښېکاږئ.

بلخ کې دوه کسان د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شول

بلخ کې دوه کسان د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شول

author avatar
15 Feb 2023 - 03:08
بلخ کې دوه کسان د انسان تښتوونکو له منګولو وژغورل شول
author avatar
15 Feb 2023 - 03:08

مزارشریف (پژواک، ۲۵ سلواغه، ۱۴۰۱) د بلخ امنیتي مسوولین وایي، چې د دغه ولایت امنیتي ځواکونو دوه کسان د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورلي او په تړاو یې درې کسان نیولي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت آمر قاري عبدالحی عابد د سلواغې په ۲۵مه، پژواک اژانس ته وویل، د نورالله او معراج الدین په نومونو دوه ځوانان تېره ورځ د درې انسان تښتوونکو له لوري تښتول شوي وو.

هغه زیاته کړه، دغه دوه ځوانان د امنیتي ځواکونو له تعقیب وروسته نن د انسان تښتوونکو له منګولو آزاد او خپلو کورنیو ته یې سپارلي دي.

عابد وایي، په دې تړاو یې درې کسان نیولي، نیول شویو کسانو په خپل جرم اعتراف کړی او دوسیې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارلي شوي دي.

په بلخ کې دوه ځوانان په داسې حال کې د انسان تښتوونکو له منګولو ژغورل کېږي، چې تېره ورځ په دغه ولایت کې یو ۷ کلن ماشوم هم تښتول شوی او تر دا مهاله یې برخلیک معلوم نه دی.

 

Views: 229

ورته موضوع

اړیکه ونیسئ

د کیسې وړاندیز وکړئ

پژواک ستاسو د خبر له وړانديزونو خوښ دی؛ مهرباني وکړئ، دلته په کلېک کولو سره له موږ سره خپل نظر شریک کړئ

د پژواک اپلیکېشن

د وروستي تازه معلوماتو ترلاسه کولو لپاره په خپل ګرځنده موبایل کې زموږ اپلېکشن ډاونلوډ کړئ.